پوتین او ټرمپ سوریه کې د سولې پر مسئلې ټیلیفوني خبرې کړي

د متحده ایالاتو او روسيې ولسمشرانو پرون په سوریه کې د سولې د راوستلو پر مسئله ټیلیفوني خبرې وکړې.

سپینې ماڼۍ ویلي، ډونالد ټرمپ او ولادیمیر پوتین په دې یو ساعته ټیلیفوني خبرو کې ټرمپ او پوتین په سوله‎ییز ډول په سوریه کې د روانې شخړې د حل په هدف د ملګرو ملتونو د هڅو په بیا پیلولو، د بشري ناورین په پای ته رسېدو او د سوريې د بې‌ځایه شویو خلکو د بېرته ستنېدو په اړتیا ټینګار وکړ.

ولسمشر ټرمپ او جمهور رئیس پوتین یوه ورځ وروسته تر هغې په خپلو کې خبرې وکړې چې ولادیمیر پوتین د سوريې له جمهور رئیس بشار الاسد سره وکتل.

خو د امریکا او روسيې د ولسمشرانو په پروني ټیلیفوني تماس کې د سوريې د ولسمشر بشار الاسد د راتلونکې په اړه څه نه‎دي ویل شوي.

تمه ده چې د روسيې ولسمشر نن د سوريې د وضعیت په اړه په ساحلي ښار سوچي کې د ایران او ترکيې له مشرانو سره غونډه وکړي.