وال سټریټ ژورنال: امریکا دې د هاګ محکمې په څېړنه کې مرسته وکړي

  • فایننشل ټایمز

فایننشل ټایمز ورځپاڼې د جرمونو د نړیوالې محکمې یا هاګ د څارنوالۍ د غوښتنې په اړه مطلب خپور کړی دی.

فاتو بنسودا د دوشنبې په ورځ "۱۳۹۶ د لړم ۲۹" وویل چې د ۲۰۰۳ میلادي کال د مې له میاشتې راوروسته په افغانستان کې او د ۲۰۰۲ میلادي کال له جولای راوروسته دې د هغو هېوادونو د جنګي جرمونو او بشري ضد جرمونو په اړه څېړنې وشي چې له افغانستان سره ارتباط لري.

بنسودا غواړي چې په دې موده کې دې د طالبانو، د افغان پولیسو، ملي امنیت، امریکایي ځانګړو ځواکونو او استخباراتو له لوري د ترسره شویو مشکوکو تېریو په اړه تحقیقات وشي.

فایننشل ټایمز په دې اړه لیکي چې ښایي له دې سره واشنګټن په غصه شي.

امریکا د جرمونو د نړیوالې محکمې غړې نه‌ده، خو د ورځپاڼې په باور دا محکمه د دغه هېواد خلک د جرمونو د ترسره کېدو له امله له قانوني پلوه څارلی شي، په دې شرط چې په هغو هېوادونو کې یې جرم کړی وي چې هغوی د هاګ غړیتوب ولري.

د فایننشل ټایمز په باور، دا امریکایانو ته د هاګ محکمې خبرداری ګنل کېږي، ځکه چې د وړاندیز له مخې هاګ د مشکوکو کسانو د تحقیقاتو غوښتنه کوي.

  • وال سټریټ ژورنال

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې هم همدا مسئله څېړلې ده او لیکي چې متحده ایالات باید د دې پر ځای چې په قهرېږي، د دې هرکلی دې وکړي او د هاګ محکمې په تحقیق کې دې مرسته وکړي.

  • نیوزویک مجله

نیوزویک مجلې بیا یوه بله موضوع څېړلې ده.

دغه مجله په خپله تازه ګڼه کې لیکي چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو بمبارۍ زیاتې شوې دي.

د دې خپرونې په باور د اکټوبر تر ۳۱مې امریکایي ځواکونو څه باندې ۳۵۰۰ بمونه پر طالبانو اچولي دي.

دا شمېره د تېر بشپړ کال نږدې درې برابره ده او د وړم کال څلور برابره.

د نیوزویک مجلې په باور د بمباریو دغه زیاتوالی د اګسټ په میاشت کې د افغانستان لپاره د ولسمشر ډونالد ټرمپ له ستراتېژۍ سره یو ډول ارتباط لري چې له امله‌یې په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو شمېر زیات شو.

نیوزویک بیا وړاندې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن خبرې راخیستې دي چې د دوشنبې په ورځ‌یې وویل چې په هلمند کې «اېف-۲۲» الوتکو او «بي-۵۲» الوتکو د نشه‌يي موادو د فابریکو د له‌منځه وړلو له امله بمباري کړې ده.

  • نیویارک ټایمز

د همدې بمبارۍ مسئله نیویارک ټایمز هم په یوې مقالې کې څېړلې ده.

دغه ورځپاڼه لیکي چې افغان او امریکایي الوتکو په هلمند کې د یکشنبې په شپه "۱۳۹۶ د لړم ۲۸"د طالبانو د مخدره موادو پر ډیپوګانو بمونه وغورځول.

نیویارک ټایمز د جنرال نېکلسن په وینا لیکي چې په افغانستان کې طالبان د نشه‌يي موادو له ۴۰۰ تر ۵۰۰ پورې لابراتوارونه لري.

ورځپاڼه بیا د سیمه‌ییزو کتونکو په وینا خبر ورکوي چې د طالبانو نږدې ۶۰ په سلو کې عواید د مخدره موادو له درکه دي.

د امریکا دفاع وزارت وایي چې طالبان هر کال د اپیومو له درکه تر ۲۰۰ میلیونه ډېر ډالر ترلاسه کوي.