عرب لیګ هغه څه چې سیمه کې د ایران تاوتریخجن عملونه بولي وغندل

د عرب لیګ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو هغه څه چې دوی یې په سیمه کې د ایران تاوتریخجن عملونه بولي وغندل.

دوی په قاهره کې په یوه فوق‌العاده غونډه کې چې د سعودي عربستان په غوښتنه جوړه شوې وه، ټول شوي وو.

د عرب لیګ د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه د یمن د جګړې په سر په سیمه کې د دوو سرسختو سیالانو سعودي عربستان او ایران د لانجو له زور اخیستلو سره سم ترسره شوه.

د سعودي عربستان چارواکو په سیمه کې د ایران سرغړونو ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې د ایران دا کارونه د سیمې او نړۍ امنیت او ثبات ګواښوي.

د سعودي د بهرنیو چارو وزیر عادل‌الجبیر د عرب لیګ پرونۍ غونډه کې د ایران کړنو ته په اشارې وویل:

"د ایران د تاوتریخجنو کړنو په وړاندې هر ډول نرم دریځ هغوی د خپلو عملونو دوام ته هڅوي، نو باید موږ سره متحد واوسو."

د عرب لیګ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو بېړنۍ غونډه وروسته له هغه وشوه چې د لبنان صدراعظم سعد حریري له ریاضه ناڅاپي استعفا اعلان کړه او اخوا تېره اوونۍ له یمنه حوثي یاغیانو د ریاض هوايي ډګر په یوه توغندي وویشت.