د کونړ په سرکاڼو د پاکستان له خاورې بیا راکټي بریدونه شوي

د افغان حکومت له غبرګون سره سره پرون یو ځل بیا د کونړ په سرکاڼو ولسوالۍ د پاکستان له خاورې راکټي بریدونه شوي دي.

د کونړ امنیه قوماندان پاسوال جمعه‌ګل همت ازادي راډیو ته وویل چې د سرکاڼو په ولسوالۍ باندې پرون ۱۴ راکټونه لګېدلي، خو د مرګ ژوبلې په اړه‌یې جزئیات نه‌شته.

د کونړ په سرحدي سیمو په خاصه توګه له شلتن ولسوالۍ نه د وروستیو راکټي بریدونو په سبب ۲۵۰ کورنۍ وتلې دي.

د شلتن یوه اوسېدونکي ازادي راډیو ته وویل:

"زه د چوګام شاه د کلي اوسېدونکی یم. نوم مې کینور خان دی. پاکستان په موږ بریدونه کړي، زما څاروي یې ویشتي، کور یې را ویجاړ کړی، ماشومان مې زخمیان کړي دي. اوس مو خپلوانو ته پناه راوړې ده، واړه مو داسې دي چې مات ګوډ پاتې دي."

که څه هم پرون له یوه ډله بې‌ځایه شویو کورنیو سره مرسته وشوه، خو دوی له افغان حکومت غواړي چې د پاکستان د راکټي حملو مخه ونیسي څو دوی بېرته خپلو کلیو ته ستانه شي.

تېره اوونۍ د کونړ په څو ولسوالیو سلګونه راکټونه ولګېدل او د افغانستان دفاع وزارت هم پوله‌ساتو ځواکونو ته د باالمثل عمل امر وکړ.