عبدالله هلیفکس غونډه کې د پاکستان پر دوه مخه لوبې غږېدلی

د افغان حکومت اجرائیه رئیس وايي، د هلیفکس په نړیواله امنیتي غونډه کې یې "د پاکستان د دوه مخې لوبې او له طالبانو د هغوی د ملاتړ" په اړه خبرې کړې دي.

افغان اجرائیه رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله پرون په خپله فېس‌بوک پاڼه د هلیفکس غونډې له پای ته رسېدو سره سم په دې غونډه کې د افغان پلاوي د خبرو لنډیز لیکلی دی.

ډاکتر عبدالله ویلي:

"د پاکستان دوه مخې لوبه او له طالبانو ملاتړ د هغوی د یو ځل بیا پیدا کېدو زمینه برابره کړه."

ښاغلي عبدالله ویلي، که څه هم ځیني هېوادونه له طالبانو ملاتړ کوي، خو افغان پوځیان ورسره مبارزه کوي څو دا ډله له کاملې ماتې سره مخه کړي او یا یې سولې ته اړ باسي.

د هلیفکس نړیوالې امنیتي غونډې نهم دور د کاناډا په کوربه‌توب د دوو ورځو لپاره جوړ شوی و چې له افغانستانه اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او ځینو نور لوړپوړو چارواکو په کې برخه واخیسته.

پاکستان تر دې مخکې له ترورېستي ډلو خپل ملاتړ رد کړی دی.