د لوړو زده‎کړو وزارت: په راتلونکي کال کې به اوسنی نصاب تطبیق نه‎شي

د افغانستان د لوړو زده‎کړو د وزارت سرپرست په تحصیلي نظام کې د اوسني نصاب نه په انتقاد سره محصلینو ته ډاډ ورکوي چې په راتلونکي کال کې به اوسنۍ نصاب تطبیق نه‎شي.

عبدالطیف روشان چې د یکشنبې په ورځ یې د تحصیلي نصاب د اصلاح او سمون په هدف یې رابللي؛ ملي اجماع ته خبرې کولې وویل، اوسنی نصاب ملي او نړیوالو اړتیاوو ته ځواب نه‎شي ویلای.

د افغانستان د لوړو زده‎کړو د وزارت سرپرست عبدالطیف روشان

دی وايي:

"موږ غواړو چې پوهنتونونه د عملي فعالیتونو له مخې مسؤل وګرځوو، نوې رشتې اضافه کېږي، د ځوانانو د پوهاوي لپاره باید عملي چارې ډېرې شي، د پوهنځیو جوړښتونه بیا کتل کېږي او تر ډېره کیفیت ته پاملرنه کېږي نه کمیت ته."

د ښاغلي روشان په وینا د نوي نصاب په جوړېدو استادان، محصلین، د مدني ټولنو استازي، د بهرنیو سازمانونو استازي او نور متخصصین کار کوي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان محصلین د اوسني تحصیلي نصاب نه چې د افغانستان په پوهنتونونو کې تدریسېږي ناراضه دي.

افغان محصلینو تل له دې امله انتقادونه کړي او د نصاب د بدلون ترڅنګ یې د ورځینو علمي کړن‎لارو مطابق د تدریس غوښتنه کړې ده.

دا مهال په افغانستان کې د لوړ زده‎کړو ۳۲ دولتي تحصیلي موسسې او ۱۳۰ خصوصي تحصیلي بنسټونه فعالیت کوي.

په ورته وخت کې د پوهنتون یو شمېر استادان که څه هم له نوي تعلیمي نصابه هرکلی کوي خو وايي، د دغه نصاب عملي کېدل به ستونزمن وي.

په افغانستان کې د لوړ زده‎کړو ۳۲ دولتي تحصیلي موسسې او ۱۳۰ خصوصي تحصیلي بنسټونه فعالیت کوي.

د دې استادانو له ډلې استاد شفیق وردګ وايي:

"له بده مرغه هغه شاګردان چې له دولسم ټولګي فارغېږي تعلیمي ظرفیت یې ډېر ټیټ دی او که په پوهنتون کې هر څومره امکانات برابر شي بیا به هم چندان نتیجه ونه‎لري ځکه چې د شاګردانو د جذب قوه کمه ده. "

ښاغلی وردګ وايي، افغانستان ته د یو داسې تعلیمي او تحصیلي نصاب اړتیا ده کوم چې د پوهنې او لوړو زده‎کړو ټولې برخې په پام کې ونیسي او د ښوونځیو د زده‎کوونکو او د پوهنتون د محصلینو د غوښتنو ځواب ویونکی وي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ