ولسمشر غني د تاریخ په اړه د کهزاد اثار د اعتبار وړ سرچینه وبلله

د هېواد د نامتو مورخ احمدعلي کهزاد د علمي او تحقیقي کارونو په اړه نن په کابل کې یو څېړنیز سیمینار روان دی.

ولسمشر اشرف غني په دې سیمینار کې چې په ارګ کې جوړ شوی په خپله وینا کې د افغانستان د تاریخ په اړه د کهزاد لیکل شوي اثار د نړیوال اعتبار وړ سرچینه وبلله:

"د کهزاد د تحلیل شیوه ځانګړې وه او کله چې د استاد کهزاد د آثارو پایلیکونه وګورئ، په انګلیسي، فرانسوي او ایټالوي ژبو په ټولو لیکل شويو معاصرو آثارو کې د ده قول نقل شوی. د کهزاد فکر محدود نه و."

احمدعلي کهزاد د ۱۲۸۷ کال د ثور په اتمه په کابل کې وزیږید او په ۱۳۶۲ کال کې وفات شو او د عمر پنځوس کاله یې د عملي او تحقیقي آثارو په لیکلو تېر کړل.