اجرائیه رئیس د ناټو عمومي منشي سره د افغانستان په اړه بحث وکړ

د افغان حکومت اجرائیه رئیس د ناټو له عمومي منشي سره په کتنه کې د افغانستان او سیمې د حالاتو په اړه بحث وکړ.

عبدالله عبدالله او ینس سټولټنبرګ تېر ماښام په کاناډا کې د هلیفکس د نړیوالې امنیتي غونډې په حاشیه کې سره وکتل.

په دې اړه د اجرائیه ریاست په یوه بیان کې راغلي دي چې ښاغلي عبدالله له افغانستان سره د ناټو د همکارۍ د دوام او نویو ژمنو هرکلی وکړ.

د بیان له مخې په دې کتنه کې همدا راز په افغانستان کې د عادلانه انتخاباتو او په انتخاباتو کې د شفافیت پر اهمیت هم ټینګار وشو.

ناټو له افغانستان سره د همکاریو د دوام ژمنه کړې او په دې وروستیو کې په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې پریکړه وشوه چې غړي هېوادونه به افغانستان ته درې زره نور سرتېري استوي.