جوزجان کې بې ځایه شوي خلک: که مرسته راسره ونه‌شي لاره بندوو

د جوزجان په دښت لیلې کې د جګړې له امله بې ځایه شوي خلک وايي، که حکومت مرستې ورسره ونه کړي، د شبرغان او اندخوي لاره به بنده کړي.

له دښت لیلې څخه یوه بې کوره شوي سړي، بابه جان پرون شنبه د ازادي راډیو خبریال ته وویل:

"د خلکو وضعیت ډېر خراب دی. ټول کډوال دلته راغلي خو دولت لا هېڅ مرسته نه ده راسره کړې."

خو د جوزجان د والي ویاند محمد رضا غفوري ازادي راډیو ته ویلي چې غیر خوراکي مواد یې پر بې کوره شویو خلکو وېشلي او ډېر ژر به خوراکي مواد هم ور ووېشل شي.

د جوزجان والي روانه اوونۍ ازادي راډیو ته وویل چې په قوش تېپه، اقچه او درزاب ولسوالیو کې د وسله والو طالبانو، داعشیانو او حکومتي ځواکونو په جګړو کې تر سل تنه زیات ملکي وګړي وژل شوي او زخمیان شوي دي.

د جوزجان د والي په وینا، د جګړې له امله لسګونه کورنۍ بې کوره شوي دي.