عبدالله: د امریکا نوې پالیسي د افغانستان د وضعیت په اړه مخکښ رول لوبوي

د ملي وحدت حکومت اجرائیه رئیس وايي، د امریکا نوې پالیسي د افغانستان د وضعیت په اړه مخکښ رول لوبوي او په واشنګټن کې له کابل سره د همکارۍ پر تعهد زیات تمرکز کېږي.

عبدالله عبدالله پرون شنبه په کاناډا کې د هلیفکس امنیتي فورم د غونډې ترڅنګ، په یوه بحث کې وویل، کابل تل ډاډ درلود چې امریکا خپلې حقیقي ګټې له افغانستان سره په همکارۍ کې تړلې ګڼي خو اوس زیات وضاحت رامنځ ته شوی دي.

عبدالله عبدالله وویل:

"کله چې د افغانستان مسئله یادېږي، د ولسمشر ټرمپ یا د امریکا د ادارې پالیسي مخکښ رول لوبوي. د افغانستان په اړه د دې پالیسۍ پر بنا ډېر وضاحت او څرګنده علاقمندي ليدل کېږي."

اجرائیه رئیس ټینګار وکړ چې کابل او واشنګټن د خپلو ګډو ګټو د خوندي کولو لپاره د نوې پالیسۍ د بریالیتوب لپاره کار کوي.

د هلیکفس نړیوال فورم په غونډه کې د لږ تر لږه ۳۰۰ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازو ګډون کړی دی.