سعد حریري له سعودي نه نن فرانسې ته ورسېد

په داسې حال کې چې په لبنان کې سیاسي کړکېچ روان دی، د دې هېواد صدراعظم سعد حریري له سعودي عربستان څخه نن فرانسې ته رسېدلی دی.

د لبنان ټلوېزیوني چینلونو هغه تصویرونه وښودل چې حریري له موټر ښکته کېږي او پرته له دې چې ژورنالیستانو سره خبري وکړي، په پاریس کې خپل کور ته ننوزي.

له صدراعظم حریري سره یې خپله مېرمن لارا الاعزم مله وه، خو په تصویرونو کې د نوموړي له درې ماشومانو یو هم نه ښکارېدل.

ټاکل شوې ده چې نن به حریري د فرانسې له ولسمشر ایمانویل مکرون سره وګوري څوک چې هڅه کوي په سیمه کې منځګړیتوب وکړي څو په لبنان کې د ایران او سعودي د ملاتړ لرونکو بلاکونو ترمنځ د نیابتي کړکېچ مخه ونیسي.

د لبنان صدراعظم سعد حریري، د نومبر په څلورمه نېټه سعودي ته د سفر پر مهال له خپلې دندې استعفا اعلان کړه او په لبنان کې یې یو جدي سیاسي کړکېچ رامنځته کړ.

د لبنان ولسمشر میشل عوان د نوموړي استعفا ونه منله او پر سعودي یې تور پورې کړ چې حریري یې د هغه د ارادې خلاف مجبور کړی دی.

له ریاض څخه تر روانېدو مخکې حریري هغه اوازې رد کړې چې ګوندې نوموړي په سعودي کې تر نظارت لاندې و.