روسیې په سوریه کې د کیمیاوي وسلو څېړنې موقت دوام رد کړ

روسیې په سوریه کې د کیماوي وسلو د کارونې د څېړنې لپاره د ملګرو ملتونو د څېړونکي ماموریت موقت دوام رد کړ.

تر دې یوه ورځ مخکې روسیې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې ددې ماموریت یو کلن تمدید هم ویټو کړی و.

له دې سره د سوریې په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا د هغو پرېکړه لیکونو شمېر یوولس ته ورسېده چې په ۲۰۱۱ مېلادي کال کې د سوریې د کړکېچ د پیل راهېسې روسیې ویټو کړي دي.

په سوریه کې د کارول شویو کیماوي وسلو د څېړنې لپاره د ملګرو ملتونو او د کیماوي وسلو د ممانعت د سازمان د شریکې څېړنې موده د جمعې په شپه پای ته ورسېده.

د څېړنې د دې ماموریت د یو میاشتني تمدید وړاندیز د جمعې په ورځ جاپان د دې لپاره وکړ چې روسیه او لوېدیځ قدرتونه د دې څېړنې د دوام په اړه یو جوړ جاړي ته د رسېدو وخت ومومي.

خو کله چې روسیې په امنیت شورا کې دا طرحه ویټو کړه، په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې نېکې هېلې وویل روسیه «زموږ وخت ضایع کوي.»

نوموړې زیاته کړه، نن او په وروستیو اونیو کې د روسیې اقدامات د دې لپاره دي په سوریه کې د کیماوي وسلو د کارونکو د معلومولو لپاره هڅې له خنډونو سره مخ کړي، ویې ځنډوي او ناکامې یې کړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د دیرشو ورځو لپاره د دې ماموریت تمدید بې معنی نه دی.