د ترکیې ولسمشر په انقره کې له جنرال دوستم سره وکتل

د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون ناوخته په انقره کې د افغانستان د ولسمشر له لومړي مرستیال عبد الرشید دوستم سره وکتل.

د ترکيي انادولو خبري اژانس وايي، له اردوغان سره د دوستم کتنه د تړلو دروازو تر شاه ترسره شوه او رسنیو ته يې د دې کتنې جزئیات ورنه کړل.

انادولو خبري اژانس وايي، عبد الرشید دوستم به چې له تېرې مې میاشت راپدېخوا په انقره کې دی، ډېر ژر افغانستان ته ستون شي.

دوستم څو میاشتې وروسته تر هغې ترکيې ته لاړ چې د جوزجان پخواني والي احمد ایشچي نوموړی په جنسي ځورونې تورن کړ.

په تېره جولای میاشت کې د افغانستان د جمعیت ګوند اجرائیه رئیس او د بلخ والي عطا محمد نور او د افغان دولت د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال محمد محقق په انقره کې له دوستم سره ولیدل او درې واړو د افغانستان د نجات په نوم د یوه نوي سیاسي ائتلاف جوړښت اعلان کړ.