عبدالله نن په کاناډا کې په هالیفکس کنفرانس کې ګډون کوي

د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله نن په کاناډا کې د هالیفکس په نوم امنیتې کنفرانس کې ګډون کوي.

ښاغلی عبدالله به په دې کنفرانس کې د افغانستان پر وړاندې پر پرتو امنیتي ستونزو خبرې وکړي.

د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل ازادي راډیو وویل، عبدالله به دې کنفرانس ته په وینا کې د افغانستان څخه بهر د ترهګرو د خوندي ځالو د له منځه وړلو لپاره د عملي اقداماتو غوښتنه وکړي.

ښاغلي فیصل زیاته کړه:

"په ټوله کې به د اجرائیه رئیس د وینا تمرکز پر هغو لاس ته راوړنو وي چې موږ لرلې او همدارنګه به پر هغو عواملو وي چې لا هم د افغانستان له پولو بهر ترهګري د افغانستان امنیت تهدیدوي او د ترهګرۍ په وړاندې د افغانستان او نړۍ روانه مبارزه له ستونزو سره مخ کوي."

د ښاغلي فیصل په وینا د افغانستان د امنیت په اړه خبرې د دې کنفرانس په اجنډا کې هم شاملې دي.

د د هالیفکس امنیتي کنفرانس هر کال د نړۍ د سلګونو امنیتي کارپوهانو او چارواکو په ګډون جوړېږي.