د هلمند او ننګرهار والیان د عشق اباد په غونډه کې ګډون کوي

ټاکل شوې چې د ننګرهار او هلمند والیان نن په ترکمنستان کې په یوه غونډه کې د افغان کروندګرو لپاره د کوکنارو پرځای د بدیل کښت په برخه کې د نړیوالو د مرستې غوښتنه وکړي.

ګلاب منګل او حیات الله حیات پرون په افغانستان کې د مخدرو موادو د کښت، تولید او قاچاق د مخنیوي پر لارو چارو د بحث لپاره په جوړه شوې غونډه کې هم ګډون کړی و.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ازادي راډیو ته وویل چې دواړه والیان به نن د بدیل کښت په برخه کې د نړیوالو مرسته وغواړي:

"په دې کنفرانس کې به د نشه یي توکو پرضد د مبارزې پر لارو چارو خبرې وشي، د دې کنفرانس په ترڅ کې به د سیمه ییزو او نړیوالو همکاریو پر راجلبولو چې ډېره برخه به یې د کرنې په برخو کې وي هم هراړخیز بحثونه او پریکړې وشي."

د ترکمنستان پلازمېنه عشق اباد په دې ورځو کې د افغانستان او سیمې د هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه د بحث لپاره د څو غونډه کوربه و.