له امریکايي چارواکو سره په کتنو کې د افغان حکومت اجرائیه رئیس د دواړو هېوادونو اړوند پر امنیتي او دفاعي مسئلو خبرې وکړې.
عبدالله عبدالله د متحده ایالاتو د ملي امنیت له سلاکار جنرال اېچ مکمسټر سره په لیدنه کې د کابل او واشنګټن ترمنځ د مشارکت پر بنسټ په افغانستان کې د سولې د هڅو او له ترورېزم سره پر مبارزې، خبرې او بحثونه وکړل.
د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل د عبدالله عبدالله او امریکايي مقاماتو د کتنو او خبرو په اړه ازادي راډیو ته وویل:
"په لیدنه کې د امریکا د نوې ستراتېژۍ پر تطبیق، د افغان ځواکونو پر ملاتړ او د هغوی پر تجهیز او همدارنګه له ترورېستانو سره پر مبارزې او له افغانستان څخه دباندې د ترورېزم د ځالو پر لهمنځه وړلو باندې بحث شوی دی."
Your browser doesn’t support HTML5
د عبدالله عبدالله په ټویټرپاڼه کې راغلي دي:
Chief Executive Dr. Abdullah met with U.S National Security Advisor H. R. McMaster for discussion on mentoring, training & equipping the Afghan Forces, continued partnership to peace &prosperity and uprooting terror & extremism in the region that challenge harmony in Afghanistan. pic.twitter.com/G5ZXkzsBPo
— Dr. Abdullah (@afgexecutive) November 16, 2017
مکمسټر ژمنه وکړه چې امریکا به د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د خپلې ستراتېژۍ په رڼا کې له افغانستان سره په مختلفو برخو کې په ځانګړي ډول د افغان امنیتي ځواکونو او ډموکراسۍ د تقویت لپاره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
د سپینې ماڼۍ امنیتي سلاکار ویلي، امریکا او متحدان بهيې له ترورېزم سره د مبارزې او د ترورېستانو د پناه ځایونو په لهمنځه وړلو کې مرسته وکړي.
د افغان حکومت اجرائیه رئیس دغهراز د متحده ایالاتو د دفاع له وزیر جېمز مټېس سره په کتنه کې له ترورېستي ډلو د هېوادونو د ملاتړ د ختمولو، له افغان پولو بهر د ترورېستانو د پناه او روزنځایونو د لهمنځه وړلو پر موضوعاتو خبرې وکړې.
Chief Executive Dr. Abdullah discussed U.S Strategy for Afghanistan & South Asia, counter insurgency, cut off of state support of terrorism, safe havens, financial resources, training facilities & harbors of terrorists outside Afghanistan with U.S Defense Secretary James Mattis. pic.twitter.com/wWb4UtQevS
— Dr. Abdullah (@afgexecutive) November 16, 2017
د عبدالله عبدالله په فېسبوک پاڼه کې راغلي دي چې د امریکا د دفاع وزیر د افغانستان په اړه د ناټو تړون له وروستیو ژمنو هرکلی وکړ او هغهيې له افغانستانه د نړیوالې ټولنې د کلک ملاتړ او د افغان دولت وسلهوالو مخالفینو ته یو ښکاره پیغام وباله.
له امریکايي مقاماتو سره تر کتنو وروسته تمه ده چې د افغان حکومت اجرائیه رئیس د جمعې په ورځ په کاناډا کې د هلیفکس په نوم په یوه امنیتي کنفرانس کې برخه واخلي.
په دې امنیتي کنفرانس کې د شااوخوا ۳۰۰ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو چارواکي او استازي ګډون کوي.