رحیمي: کندهار د کبانو او چرګانو په برخه کې خپله اړتیا پوره کړې

د کندهار ولایت چارواکي وايي، د کبانو او چرګانو د غوښو په برخه کې دغه ولایت تر ډېره ځایه پر ځان بسیا شوی دی.

د دغه ولایت د اقتصاد رئیس محمد رحیم رحیمي ازادي راډیو ته وویل، د دغه ولایت د لبنیاتو او د چرګانو او کبانو د غوښو حاصلاتو، د کندهار ولایت شااوخوا شپیته فیصده ضرورتونه پوره کړي:

"په کندهار ولایت کې د غواګانو ۶۰۰ فارمونه د چرګانو ۷۰۰ او د کبانو ۷۰۰فارمونه لرو، د دې ترڅنګ ۶۵۰۰ شنې خونې لرو چې ډول ډول سبزیجات او مېوې په‌کې کرل کېږي."

ښاغلي رحیمي وویل، له دغو حاصلاتو څخه سربېره پر کندهار ځیني ګاونډي ولایتونه لکه زابل، ارزګان، هلمند هم ګټه اخلي.