په شمال کې ۵ زره کورنیو ته د سبزیجاتو تخمونه ورکول کېږي

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، په بغلان، کندز، بدخشان او تخار ولایتونو کې یې ۵۰۰۰ کورنیو ته د اته ډولو سبزیجاتو د تخمونو وېشل پیل کړي دي.

دا هغه تخمونه دي چې د ژمي په سر کې کرل کېږي او د دغې موسم تر پای پورې یې له حاصلاتو ګټه اخیستل کېږي‎.

په شمالي ولایتونو کې د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ د پروګرام مشر محمد غلام ملاخېل په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"د دې سبزیجاتو د کرلو لپاره موږ تخمونه ورکړي او شااوخوا پنځه سوه شنې خونې چې لس متره یې اوږدوالی او څلور متره یې سور دی، په کلیوالي سیمو کې، جوړې کړي، په دغو سبزیجاتو کې دڼیا، تراتېزک، ملۍ، بادرنګ، سره بادنجان او داسې نورشامل دي چې هم ځنې په سیمه او هم ترې په سیمه ییزو بازارونو کې ګټه پورته شی."

ښاغلي ملاخېل وویل، د دغه تخمونو د وېش لړۍ پیل شوې او تر یوې اوونۍ پورې به په کلیوالي سیمو کې پای ته ورسېږي.