کونړ: په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر مرورې د توپونو ۱۴۷ مرمۍ ویشتل شوي

د کونړ امنیتي چارواکي وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د پاکستان پوځ د دې ولایت پر مرورې ولسوالۍ د توپونو ۱۴۷ مرمۍ ویشتلې دي.

دا خبره د کونړ امنیه قوماندان جمعه ګل همت ازادي راډیو ته وکړه او ویې‌ویل چې په دغو بریدونو کې چاته د سر زیان نه‌دی رسېدلی.

دا په داسې حال کې ده چې ویل کېږي له تېرو پنځو ورځو راهیسې د پاکستان پوځ د کونړ په ناړۍ، شلتن، مرورې، سرکاڼو او خاص کونړ د توپونو شااوخوا زر مرمۍ ویشتلې دي.

د دغو بریدونو له امله د سیمې یو شمېر اوسېدونکي دې ته اړ شوي چې نورو سیمو ته کډه شي.