اجرائیه رئیس به سبا جمعه د هلیفکس غونډه کې برخه واخلي

ټاکل شوې ده چې د افغانستان اجرائیه رئیس سبا «۱۳۹۶ کال د لړم۲۶» د هلیفکس "Halifax Security Forum" په نوم په نړیواله امنیتي غونډه کې برخه واخلي.

دا غونډه په کاناډا کې ده او د نړۍ د ۳۰۰ هېوادونو او سازمانونو استازي په‎کې ګډون کوي.

عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ له کابله د امریکا متحده ایالاتو ته ولاړ او هلته‌یې د امریکا او ملګرو ملتونو له یو شمېر چارواکو سره لیدنې کتنې لرلې.

اجرائیه رئیس به له امریکا، کاناډا ته ولاړ شي او د هلیفکس په نړیواله غونډه کې به برخه واخلي.