چارواکي: روسي الوتکو په سوریه کې پر داعش بمباري وکړه

روسي پوځي چارواکي وایي، روسي الوتکو له اوږده سفره وروسته په سوریه کې پر داعش بمباري وکړه.

د پوځیانو په وینا په دې بمبارۍ کې شپږ الوتکو برخه واخیسته چې د روسیې له خاورې والوتې، د ایران او عراق پر سر تېرې شوې او د سوریې په دېرالزور ولایت کې یې بمونه وغورځول.

د روسیې دفاع وزارت پرون وویل چې "TU-22M3" جنګي الوتکو د د البو کمال ښارګوټي ته نږدې د اسلامي دولت ډله په نښه کړه.

د دې وزارت په وینا د سټلایټ او بې‌پیلوټه الوتکو په واسطه دوی معلومات ترلاسه کړي وو چې هلته د وسله‎والو ډیپو وه، وسله‎وال وو، زغروال ګاډي وو او دا هر څه په دې بمباري کې له‎منځه تللي دي.

د دفاع وزارت په وینا الوتکې بېرته روغې خپل هېواد ته ستنې شوې دي.