د سپېدار مرستیال: حکومتي اختلافات او جګړې له هېواده د افغانانو د وتلو لاملونه دي

د افغان حکومت د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال وايي، په حکومت کې دننه اختلافات د جنګ د دوام او له هېواده د افغانانو د وتلو سبب شوي دي.

محمد محقق د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶کال د لړم ۲۴» د مهاجرت، فرصتونو او ستونزو په درېیم سمینار کې چې په کابل کې جوړ شوی و وویل، د نورو لاملونو تر څنګ په حکومت کې دننه اختلاف هم لامل شوی چې جنګ دوام وکړي او خلک ناهیلي شي.

نوموړي زیاته کړه کوم زیانونه چې د مهاجرتونو له امله ملت ته رسېدلي، نه‌جبرانېږي.

محمد محقق

ښاغلي محقیق وویل:

"د جنګ د دوام او د خلکو د ناهیلیو لامل، په حکومت کې دننه، مخ په زیاتېدونکي اختلافونه دي. هر اختلاف چې په حکومت کې د کورنیو اړخونو ترمنځ رامنځته کېږي د ناهیلیو یوه څپېړه ده چې د خلکو پر مخ لګېږي او خلک د دې پر ځای چې یو اړخ ته ورشي، غوره ګڼي درېیمه لاره چې له هېواده تېښته ده، انتخاب کړي."

ښاغلي محقق په حکومت کې دننه د اختلافونو په اړه جزئیات ورنه‌کړل او نه‌يې وویل چې دغه اختلافات د کومو چارواکو تر منځ ادامه لري.

خو پخوا تر دې د حکومت د مشرانو ترمنځ د اختلافاتو خبرې شوي او د حکومت چارواکو دغه اختلافات د نظریو توپیر بللی دی.

په تېرو ۳ کلونو کې د ملي وحدت حکومت ستونزې او لاسته راوړنې

ښاغلي محقق وویل، د فساد په ګډون د بېلابېلو ستونزو له امله په دې هېواد کې بې‌وزلي زیاته شوې، دولتي تړونونو ته د شرکتونو لاسرسی کم شوی او پانګه له هېواده په وتو کې ده.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو په دغه سمینار کې وویل، په دغه هېواد کې د څو لسیزو جګړې سبب شوي چې له هرو څلورو افغانانو څخه یو، یا له خپلې سیمې بې‌ځایه او یا نورو هېوادونو ته لاړ شي.

تدامیچي یاماموتو

نوموړي زیاته کړه:

"روان جنګونه لامل شوي چې یو شمېر افغانان له هېواده بهر شپې ورځې تېرې کړي، په دې خاطر چې په افغانستان کې د امنیت په تأمینېدو ډاډمن شي، اړینه ده چې روان جنګ د ډیپلوماتیکو لارو څخه ختم شي او ملګري ملتونه د سولې له پروسې څخه چې د افغانانو په واک کې وي، د ملاتړ ژمنه کوي."

د راپورونو له مخې لسګونه زرو افغانانو او په تېره ځوانانو په وروستیو څو کلونو کې، د غیر قانوني او خطرناکو لارو څخه ځانونه بهر او په تېره اروپايي هېوادونو ته رسولي دي.

کډوال

په ورته وخت کې د افغانستان د کډوالو چارو وزارت وايي، اوس شااوخوا پنځه نیم میلیونه افغانان په بهر کې اوسېږي.

د کډوالو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي وویل، د مګړۍ څه باندې ۵ لکه افغانان په امریکا او اسټرالیا، ۴۸۷۳۹۹ په اروپا، ۲۱۶۰۰۰۰ په ایران او ۱۹۴۷۰۰۰ په پاکستان کې اوسېږي.

ښاغلي بلخي وویل، سږ کال په هېواد کې د ناامنیو له امله، له بهر څخه د افغان کډوالو د راستنېدو کچه ټیټه شوې ده.

سید حسین عالمي بلخي

نوموړي زیاته کړه:

"د داوطلبانه راستنېدو اندازه د تېر کال په پرتله کمه ده، د نړیوال ترورېزم د ګواښونو له امله د نا امنیو دوام، اساسي او زېربنايي خدمتونو ته نه‌پام، د کډوالو په برخه کې په پراختیايي پروژو کې نه‌پانګونه او د «یو، اېن، اېچ، سي، ار» د مرستو کموالی، د داوطلبانه راستنېدو د کموالي اساسي لاملونه دي."

ښاغلی بلخي وايي، د کډوالۍ د کنټرول او مدیریت لپاره باید اوږد مهالې لارې وسنجول شي اوکه نه نو د ده په باور، دغه ستونزه به د یو جدي نړیوال ناورین لامل شي.

راپور: خان محمد سیند