راپور: نړۍ کې د ترورېستي حملو له امله تلفات ۲۲ سلنه کم شوي

د اقتصاد او سولې انسټټیوټ "Economy and Peace Institute​" چې د استرالیا له سیډني ښاره فعالیت کوي، ویلي چې په نړۍ کې د ترورېستي حملو له امله تلفات ۲۲ فیصده کم شوي دي.

دې ادارې په یوه نوي راپور کې چې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د ترورېستي ډلو فعالیتونو او حملو ته کتنه په‌کې شوې، دا فیصدي له ۲۰۱۴ میلادي کال سره په مقایسه کې خپره کړې ده.

په راپور کې ویل شوي چې هغه مهال د ترورېستي حملو له امله تلفات په بې‌ساري ډول لوړ وو.

د ترورېزم په اړه په دې نړیوال راپور کې ویل شوي چې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې په ټوله نړۍ کې ۲۵۶۷۳ تنه په ترورېستي حملو کې وژل شوي دي.

ملکي تلفات

په راپور کې عراق، افغانستان، پاکستان، نایجریا او سوریه د نړۍ هغه پنځه هېوادونه دي چې تېر کال د ترورېستي حملو له امله سخت زیانمن شوي او ترورېستي فعالیتونه په‌کې زیات شوي دي.

د اقتصاد او سولې انسټټیوټ ویلي، په افغانستان کې د ترورېزم "انځور ډېر پېچلی" دی ځکه وسله‌والو طالبانو تېر کال پر ملکي خلکو حملې کمې کړې وې، خو د حکومتي ځواکونو پر ضد جنګ ته‌یې شدت ورکړی دی.

د راپور په حواله، په ۲۰۱۶ میلادي کال کې ۱۸۰۰۰ کسان د وسله‌والو طالبانو په حملو کې وژل شوي دي.

نایجریا کې د بوکو حرام ترورېستي ډلې فعالیت ۸۰ فیصده کم شوی دی.

دې ډلې همداراز د ۲۰۱۷ میلادي کال له اپرېل راهیسې، د افغانستان پر زیاتو ولسوالیو واکمني ټینګه کړې او د ۳۹۸ ولسوالیو په ۲۹ فیصده برخه کنټرول لري.

په راپور کې افغانستان تر عراق وروسته دوهم هېواد دی چې د ترورېزم له امله زیات خلک په‌کې وژل شوي دي.

خو په تلفاتو کې د تېر کال په پرتله ۱۴ فیصده کموالی څرګندېږي.

د اقتصاد او سولې د انسټټیوټ په راپور کې ډېره خوشبیني د نایجریا د وضعیت په اړه څرګنده شوې او ویل شوي چې په هغه هېواد کې تېر کال د بوکو حرام ترورېستي ډلې فعالیت ۸۰ فیصده کم شوی دی.

خو د داعش فعالیتونه‌یې زیات ښودلي او ویل شوي چې په عراق کې تلفات د داعش د حملو له امله ۴۰ فيصده زیات شوي دي.

د اقتصاد او سولې انسټټیوټ ویلي چې داعش تېر کال په سوریه او عراق کې زیاتې سیمې بایللي، خو له ډېرې ناهیلۍ یې د ملکي وګړو وژلو ته شدت ورکړی دی.

د اقتصاد او سولې انسټټیوټ په خپل راپور کې ویلي چې په اروپا او د نړۍ په پرمختللو هېوادونو کې د داعش فعالیت کمزوری شوی دی.

د راپور په حواله، په وروستیو درېیو لسيزو کې تېر کال د مشارکت او پراختیا سازمان په غړو هېوادونو کې تر ټولو زیاتې ترورېستې حملې وشوې.

د یادونې وړ ده چې په راپور کې پر امریکا د سپټمبر حملې، په ترکیه او اسرائیل کې حملې نه‌دي ګڼل شوي.

په راپور کې ویل شوي چې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې ترورېزم د نړۍ اقتصاد ته ۱۴،۳ ترېلیونه تاوان رسولی چې د نړیوال اقتصاد یو فیصد دی.