همت: پاکستان بیا پر کونړ سلګونه توغندي ویشتلي

په کونړ کې چارواکي وايي، پاکستاني پوځ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دې ولایت پر سرحدي سیمو په سلګونه د توپونو ډزې کړې دي.

د کونړ امنیه قوماندان پاسوال جمعه ګل همت د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د پاکستان پوځ د کونړ پر څلورو ولسوالیو تر ۴۵۰ زیاتې د توپونو مرمۍ ورولې دي.

د پاکستاني پوځ د توپونو په دې ډزو کې تر اوسه د مرګ ژوبلې په اړه څه نه‌دي ویل شوي، خو د کونړ د چارواکو په وینا له سرحدي سیمو یې تر ۲۰۰ زیاتې نوې کورنۍ کډه کولو ته اړ کړي.

بل‌خوا په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال وايي، د پاکستاني توپونو څخه کډه شوې کورنۍ، دا مهال د سرپناه د نشتوالي او نورو اسانتیاوو له کمي سره مخ دي او له حکومت غواړي چې مرسته دې ورسره وکړي.

پاکستان له اوږدې مودې راهیسې په نا اعلان شوې توګه د افغانستان پر یو شمېر سرحدي سیمو د توپونو ډزې کوي.