د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سږ کال فرهنګي او هنري جایزې ووېشلې

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هېواد د خپلواکۍ د بېرته اخیستلو په مناسبت، د سږ کال فرهنګي او هنري جایزې پر مستحقینو ووېشلې.

د دغه وزارت سرپرست رسول باوري وویل، د دې لپاره چې د هېواد د هنرمندانو، فرهنګیانو او څېړونکو د زحمتونو او لاسته راوړنو درناوی شوی وي، دغه وزارت پلان لري چې هر کال ښو او معیاري اثارو ته جایزې ورکړي.

په دې مقصد د سې شنبې په ورځ د «۱۳۹۶ کال د لړم په ۲۳» په یوې ناسته کې، د ۹ برخو کاندیدو اثارو ته جایزې ورکړل شوې.

له دغو نهو برخو؛

  • په شعر کې شهنواز باقر
  • د کیسو په لیکلو کې نصیر احمد احمدي
  • په ویاندويۍ کې ماري مطمئن
  • په ښکلو هنرونو کې مریم
  • په تیاتر کې جمیل خالقي
  • په سینما کې مجتبی
  • په ادبي څېړنو کې عبدالغفور لېوال
  • په لرغون پېژندنه کې خلیل‌الله ورمړ
  • او د پذیرش په برخه کې سید حاکم اریا لومړۍ درجې ترلاسه کړې.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د «فرهنګ مردم» رئیسې محبوبې بابکرخېل وویل، دا اثار د روان کال په لومړیو کې د جایزې لپاره، دغه وزارت ته سپارل شوي وو چې د ارزونې د پلاوي له څېړنو وروسته، نن اعلان شول.