چارواکي: پر کونړ د توپونو د مرمیو د لګېدو له امله ۳ تنه ټپیان شوي

د کونړ پر سرحدي ولسوالیو د پاکستان له خاورې پرون د دوشنبې په شپه د توپونو مرمۍ ویشتل شوې دي.

د کونړ امنیه قوماندان پاسوال جمعه‌ګل همت نن سې شنبه ازادي راډیو ته وویل چې د پاکستان له خاورې ویشتل شوې مرمۍ په دانګام، شولتن، خاص کونړ او مرورې ولسوالۍ لګېدلي او درې کسان‌یې ټپیان کړي دي.

د همت په خبره، په یادو ولسوالیو کې د دغو بریدونو په سبب خلکو ته مالي تاوان هم اوښتی دی.