د سوریې په اتارب ښار کې هوايي حملې ۲۹ تنه وژلي

په سوریه کې په تازه هوايي حمله کې د کوچنیانو په ګډون ۲۹ تنه وژل شوي دي.

دا خبر په سوریه کې د بشري حقونو د څارنې ادارې چې مرکز یې په لندن کې دی، خپور کړی او نور جزئیات‌يې نه‌دي ورکړي.

دا نه‌ده څرګنده شوې چې حمله د سوريې د رژیم هوايي ځواک یا د روسيې جټ الوتکو چې د سوريې د رژیم په ملاتړ هوايي عملیات کوي، کړې ده.

په سوریه کې د بشري حقونو د څارنې ادارې ویلي چې پېښه په اتارب ښار کې شوې او بم غورځونکو جټ الوتکو پرون دوشنبه په اتارب کې پر یوه بازار درې حملې کړې دي.

اتارب د سوريې داسې ښار دی چې د جګړې له امله لسګونه زره بې‌کوره شویو خلکو پناه په‌کې اخیستې ده.