ایرو اېشيا ريويو: "ريکا" کنفرانس د سيمه‌ييز ثبات او سوکالۍ لامل کېږي

  • ايرو اېشيا ريويو "Eurasia Review"

د افغانانو په رهبرۍ "ريکا" کنفرانس او د اسيا زړه هېوادونو پروسه د سيمه‌ييز ثبات او سوکالۍ سبب کېږي.

دا د ايرو اېشيا ريويو خپرونې د مطلب عنوان دى.

د افغانستان په اړه د اقتصادي همکاريو يا "ريکا" اووم کنفرانس نن او سبا د ترکمنستان په پلازمېنه عشق‌اباد کې کېږي.

افغان حکومت ويلي، په دغه کنفرانس کې د ولسمشر دوهم مرستيال سرور دانش او د بهرنيو چارو وزير صلاح‌الدين رباني برخه اخلي.

ايرو اېشيا ريويو ليکي، د دې کنفرانس جوړېدل د افغانستان لیرې او نږدې ګاونډيو هېوادونو ته پر وخت فرصت ورکوي چې په کابل کې د "ريکا" د مخکېنۍ غونډې پرمختګونه وارزوي.

د خپرونې په حواله، دا کنفرانس ګډونوالو ته هم يو فرصت ورکوي چې د انرژۍ، ټرانسپورتي شبکو، تجارتي او ټرانزيتي تأسيساتو، مخابراتو او د کارګرانو د ملاتړ په برخه کې د پروژو پر اړتياوو او تمويل بحث وکړي.

د جمهوري رياست د دوهم مرستيال د دفتر معاون محمد رشيد محمدي ازادي راډيو ته وويل، د "ريکا" په اووم کنفرانس کې به د لاجورد لارې موافقه لاسليک شي.

د خپرونې د مطلب ليکوال زياتوي، د اسيا د زړه پروسې اووم کنفرانس د ډسمبر مياشتې په لومړيو کې د اذربايجان په پلازمېنه باکو کې جوړېږي.

د ليکوال په باور په دغه کنفرانس کې په سياسي، امنيتي او اقتصادي برخو کې د اعتماد جوړونې د تدابيرو د تطبيق پر مېکانیزم بحث کېږي.

ناروې په ٢٠١٦م کال ٧٦٠ او يوازې د روان ميلادي کال په لومړۍ نيمايي کې ١٧٢ کسان افغانستان ته ستانه کړي.
  • د بخښنې نړيوال سازمان "Amnesty International"

د بخښنې نړيوال سازمان يا امنسټي انټرنشنل په خپله وېب‌پاڼه کې پرون يوه ليکنه خپره کړې او په هغې کې يې د ناروې له پارلمانه افغانستان ته په جبري ډول د افغان پناه غوښتونکو د نه‌استولو غوښتنه کړې ده.

د ليکنې په پيل کې راغلي د ناروې پارلمان که افغانستان ته د لنډې مودې لپاره د پناه غوښتونکو د نه‌استولو په پلوي رأيه ورکړي، په دې توګه به د جګړې له وحشته د هغو کسانو د خونديتوب چانس وي چې په ناروې کې د پناه هڅه کوي.

د بخښنې نړيوال سازمان کې د پناه غوښتونکو کمپاينرې ماريا سيرانو (Maria Serrano) ويلي، په افغانستان کې امنيتي وضعيت د خرابېدو په حال کې دى او هغه افغانان به چې په ناروې کې د پناه هڅه کوي، د پارلمان د دغې رأيې اچونې نتيجې ته په بېره ګوري.

د ناروې پارلمان نن سې شنبه په دې اړه رأيه اچونه کوي.

په ليکنه کې ويل شوي چې ناروې په ٢٠١٦م کال ٧٦٠ او يوازې د روان ميلادي کال په لومړۍ نيمايي کې ١٧٢ کسان افغانستان ته ستانه کړي دي.

د بخښنې نړيوال سازمان په ليکنه، د ناروې د کډوالو چارو د وزيرې سيلوي ليستاګ "Sylvi Listhaug" خبرو ته اشاره شوې چې د روانې مياشتې په پيل کې يې ويلي وو، دا به شخصاً ځکه افغانستان ته لاړه نه‌شي چې دا هېواد ډېر خطرناک دى.

د ليکنې په دوام راغلي، له دې حقيقت سره سره چې په افغانستان کې ملکي تلفات تر ټولو لوړ حد کې دي، د ناروې حکومت افغانستان ته د افغان پناه غوښتونکو په ورستنولو سره دوى له وېرې، غير يقيني حالت او د بشري حقونو د سرغړونو له خطر سره مخامخ کړي دي.