ناروې کې د افغان کډوالو د پاتې کېدو په اړه د بښنې د نړیوال سازمان کمپاین

د بښنې نړیوال سازمان یو کمپاین پیل کړی او له ناروې د افغان کډوالو د جبري ایستلو د بندېدو غوښتنه کوي.

د کډوالو په چارو کې د امنیسټي انټرنېشنل یوې مشرې کمپاینرې ماریا سیرانو ازادي راډيو ته وویل چې د عامو خلکو د اتحاد له لارې غواړي، په حکومتونو ومني چې کډوال دې افغانستان ته نه استوي.

له اغلې ماریا سیرانو سره د ازادي راډيو خبریال صفي الله ستانکزي مرکه کړې ده او لومړی یې ترې پوښتلي، ایا عجیبه نه ښکاري چې اروپايي هېوادونه چې د بشري حقونو لپاره غږ پورته کوي، په عمل کې افغان پناه غوښتونکي بېرته خپلو هېوادونو ته استوي؟

ماریا سیرانو:

طبعاً څه چې مونږ اروپا کې ګورو هغه افغانستان ته د افغانانو بیرته استول دي کوم ځای چې خلک یې له مرګونو او ځورونو سره مخ دي. مونږ اوس په ناروې تمرکز لرو ځکه هلته یوه موقع ده چې پارلمان کولای شي د افغانانو ایستل بند کړي. مونږ غواړو چې پارلمان د افغانانو د ډپورټ د بندولو لپاره رایه ورکړي ځکه چې افغانستان هغو خلکو ته چې بیا ورلیږل کیږي امن نه دی.

ازادي راډیو:

پوهیږو چې تاسو او ځینو نورو فعالانو یو کمپاین پيل کړی د دې لپاره چې ډيپورټ بند شي فکر کوئ په کافي اندازه به متاثره کوونکی وي؟

ماریا سیرانو:

ناروې او نور هېوادونه غواړي چې د کډوالو په وړاندې دریځ سخت کړي او اجباري ایستل زیات کړي خو مونږ غواړو چې عام خلک متحد کړو. د مثال په توګه د ناروې په یوه ښار کې یوه ډله شاګردان د خپلې همصنفۍ طیبه لپاره غږ پورته کوي. طیبه او فامیل یې نه غواړي په زور افغانستان ته واستول شي.

ازادي راډیو:

د رپوټونو په اساس او د هغه څه په اساس چې هلته روان دي په ۲۰۱۷ کال کې د افغانستان وضعیت خرابه بلل شوی که واقعاً د ناروې پارلمان د اجباري ایستلو پر ضد رایه ورنه کړی څه به وشي؟

ماریا سیرانو:

اساساً یوه موقع ده چې افغانستان ته له ناروې د افغانانو د استولو مخه موقتاً ونیول شي. یوه بله غونډه به هم په ډسمبر یا جنوري کې وشي چې د افغانستان د خوندیتوب یا نه خوندیتوب په اړه به یوه خاصه کمېته په پارلمان کې بحث وکړی.

د پارلمان غړي به وخت ولري چې ښکاره کړي چې ناروې د بشري حقونو یوه مدافع ده او خپل غږ پورته کوي. که د پارلمان غړي دا شعار عملي نه کړي افغان تنکي ځوانان او پناه غوښتونکي به بېرته خپل هېواد ته واستول شي.

ازادي راډیو:

یواځې ناروې نه ده چې افغانان ترې ایستل کیږي جرمني، فرانسې، سویډن او نورو هېوادونو هم دا کار کړی تاسو به څنګه دې هېوادونو ته خپل کمپاین وغځوئ.

ماریا سیرانو:

مونږ په ټوله اروپا کې کمپاینونه لرو. افغانستان ته د جبري استولو د بندیدو کمپاین مو پيل کړی دی. اوس په ناروې تمرکز لرو ځکه هلته مخکې له مخکې یو تحرک رامنځته شوی چې وکولای شو په سیاستوالو خپلې غوښتنې ومنو. مونږ په جرمني او نورو هېوادونو کې هم کمپاینونه کوو، انلاین سروې ګانې کوو. چارواکو ته معلومات ورکوو چې ښکاروي ولې افغانستان امن نه دی. نه یواځې دا بلکې دا چې اروپايي چارواکي هم ان کابل ته نه شي تللی. نو مونږ واقعا کار کوو چې د افغان پناه غوښتونکو لپاره ملاتړ برابر کړو.

ازادي راډیو:

ایا ستاسو له سازمان سره تازه ارقام شته چې څومره افغانان بېرته خپلو هېوادونو ته استول شوي دي؟

ماریا سیرانو:

ناروې په ۲۰۱۶ کال کې ۷۶۰ کسان افغانستان ته واستول او د ۲۰۱۷ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یې ۱۷۲ کسان استولي دي. له ټولې اروپا تر اوسه پورې نږدې لس زره کسان بېرته افغانستان ته استول شوي دي.

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

Your browser doesn’t support HTML5

له ماریا سیرانو سره مرکه