دفاع وزارت: ډېر ژر به له راسپارل شويو بلک هاک الوتکو استفاده پيل شي

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د افغانستان هوايي ځواک ته د امريکايي بلک هاک هليکوپټرو د ورسپارلو لړۍ روانه ده او تر اوسه له دې ډلې څلور الوتکې افغانستان ته تسليم شوې دي.

په پام کې ده چې تر راتلونکو څو کلونو پورې افغانستان ته د امريکا له‌خوا ١٥٩ بلک هاک هليکوپټرې وسپارل شي.

د افغانستان د دفاع وزارت وياند تورن جنرال دولت وزيري ازادي راډيو ته وويل، ډېر ژر به د افغانستان هوايي ځواک له ورسپارل شويو بلک هاک هليکوپټرو استفاده پيل کړي.

دولت وزیري

ښاغلي وزیري وویل:

"تر اوسه د امريکايي بلک هاک هليکوپټرو څلور الوتکې راغلي، په اړه‌يې روزنه روانه ده، په نږدې راتلونکي کې به د جګړې په ډګر کې عملاً ورڅخه استفاده پيل شي."

داسې راپورونه خپاره شوي وو چې هڅه کېږي، د بلک هاک څرخي الوتکو په ورسپارلو سره پر روسۍ «M-17 » ډوله الوتکو د افغانستان د هوايي ځواک اتکا کمه شي.

د روسيې د پوځي او تخنيکي همکارۍ د خدماتو د فدرالي ادارې مشر دميتري شوګايف د روسيې ٢٤ ټلوېزيون ته په مرکه کې ويلي، افغانستان پرېکړه کړې چې د روسيې د «M-17» ډوله څرخي الوتکو استفاده بنده کړي.

د ده په خبره، دغه پرېکړه به د افغانستان هوايي ځواک ته زيان ورسوي.

دميتري شوګايف ويلي، د روسي الوتکو په اړه د افغان او امريکايي پيلوټانو نظر مثبت و.

خو د افغانستان د دفاع وزارت وياند دا مسئله نه‌تائيدوي چې د افغانستان هوايي ځواک دې د روسي الوتکو له کارونې لاس اخیستى وي.

دولت وزيري وايي، يوازې له هغو روسي الوتکو استفاده نه‌کېږي چې ترميم ته اړتيا لري.

نوموړي وویل:

"زموږ په هوايي پوځ کې تر اوسه پورې له «M-17» ډوله الوتکو استفاده کېږي، هغه الوتکې چې ترميم ته اړتيا لري، ولاړې دي. ځکه موږ يې پرزې نه‌لرو، موږ له ډېرو هېوادونو غوښتنه کړې چې د پرزو په پيدا کولو کې راسره مرسته وکړي، که پرزې يې پيدا شي، ترميمېږي او استفاده به ورڅخه کېږي."

د روسيې انټر فاکس خبري اژانس راپور ورکړى چې د افغانستان د دفاع سرپرست وزير ډګر جنرال طارق شاه بهرامي د پنجشنبې په ورځ په بروکسل کې ويلي چې افغانستان به نور له روسي څرخي الوتکو استفاده ونه‌کړي.

د دفاع سرپرست وزير طارق شاه بهرامي

د اژانس په وينا، ښاغلي بهرامي دا خبره د ناټو د دفاع وزيرانو او د ناټو د غوڅ ملاتړ د مأموريت د غړو هېوادونو تر غونډې وروسته، يوه خبري کنفرانس ته وکړه.

په ٢٠١٤ میلادي کال کې په افغانستان کې د ناټو د جنګي مأموريت له ختمېدو سره د افغانستان پر خپلو ځواکونو اتکا زياته شوې ده.

د افغانستان هوايي ځواک اوس په بېلابېلو ولايتونو کې په مستقل ډول هوايي پوځي عمليات هم کوي.

د افغانستان د بيارغونې لپاره د امريکا پر مرستو د څار ادارې يا سيګار د جولاى مياشتې د راپور له مخې، د روسي «Mi-17» ډوله الوتکو ١٩ يې د تخنيکي ستونزو له کبله فعالې نه‌دي او جوړولو ته اړتيا لري.

له څه مودې راهيسې د امريکا پر دفاع وزارت د کانګرس له‌خوا سياسي فشارونه دي، څو په افغانستان کې پر هغو الوتکو مصارف وکړي چې د امريکا ساخت دي.