چارواکي: د پاکستان پوځ له تېرې ورځې راهیسې پر کونړ د توپ ۱۸۴ ګولۍ ویشتلي

د کونړ امنیتي چارواکي وایي، د پاکستان پوځ له تېرې ورځې پر دغه ولایت نږدې ۲۰۰ د توپ ګولۍ راویشتلې دي.

د دغه ولایت امنیه قوماندان پاسوال جمعه ګل همت نن دوشنبه «۱۳۹۶ کال د لړم ۲۲» ازادي راډیو ته وویل چې له تېرې ورځې څخه د دوشنبې د ورځې د ماسپښین تر دوو بجو د پاکستان پوځ د کونړ په ناړۍ، دانګام او شلتن ولسوالیو د توپونو ۱۸۴ ګولۍ راویشتلي چې په‌کې یو تن ټپي شوی دی.

نوموړي زیاته کړه:

"د شلتن، شیګل، دانګام او ناړۍ ولسوالیو په مختلفو ساحو باندې د پاکستان پوځ له‌خوا یعنې د ډیورند د فرضي کرښې له هغې غاړې څخه، د توپونو، هاوانونو او توغندیو ۱۸۴ ګولۍ راتوغولې دي."

ښاغلي همت وویل چې دوی د پاکستاني ځواکونو له‌خوا د توپونو د ګولیو د راویشتلو ټول راپورونه مرکزي حکومت ته لېږلي دي.

دغو بریدونو د یادو ولسوالیو اوسېدونکي بیا له وېرې سره مخ کړي او هره شېبه دا فکر کوي چې د پاکستان د پوځ د توپ او هاوان ګولۍ به‌يې په کور ولګېږي.

د دانګام ولسوالۍ قومي مشر حاجي عبدالرزاق ازادي راډیو ته وویل چې تېره شپه او نن دوشنبه په سیمه کې ډېرې ګولۍ لګېدلې دي چې خلکو ته‌يې زیات مالي زیانونه اړولي دي.

حاجي عبدالرزاق زیاته کړه:

"د اختر منیر په نامه یو کس زخمي شوی هم دی، دومره ډېرې مرمۍ راغلې دي چې حساب‌يې نه‌شته، بېګاه هم ډېرې مرمۍ راغلي، اوس هم دوام لري. د خلکو د غوزانو ونې او څاروي يې له‌منځه وړي، خلک په سیمه کې شته، خو د ډزو په وخت کې پټېږي او کله چې ډزې ارامې شي، بېرته راوځي، خلک ډېر په تنګ دي."

د ۲۰۱۰ میلادي کال څخه راپه دېخوا د پاکستان پوځ د کونړ په سرکاڼو، خاص کونړ، مروره، شلتن، دانګام او ناړۍ ولسوالیو د توپونو درنې ډزې کوي چې له امله‌یې په لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او سلګونه کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوې دي، خو تر اوسه افغان حکومت او نړیواله ټولنه په دې نه‌ده بریالۍ شوې چې پاکستان د افغانستان پر خاوره له بریدونو منع کړي.

خلک دې ته په تمه وو چې د امریکا د نوي ولسمشر د نوې اعلان کړې پالېسۍ سره به، پر پاکستان فشارونه زیات شي او د افغانستان په کورنیو چارو کې به له لاسوهنو منع شي.

راپور: روح‌الله انوري