ټاکل شوې د روسیې او ترکیې ولسمشران په روسیه کې سره وویني

ټاکل شوې چې د روسیې او ترکیې ولسمشران ولاديمیر پوتین او رجب طیب اردوغان نن دوشنبه د روسیې د تور سمندرګي په غاړه په سوچي تفریحي ښارګوټي کې سره وګوري.

کرملېن وویل، په پام کې ده چې پوتین او اردوغان پر سیمه‌ییزو همکاریو او د ترهګرۍ په وړاندې د ګډې مبارزې په ګډون، د نړیوالو موضوعاتو په اړه خبرې وکړي.

دواړه مشران به همدارنګه د ترکیې په ګاونډ سوریه کې د څه باندې شپږ کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره، پر روانو هڅو هم وغږېږي.

کرملېن دغه‌راز وویل چې پوتین او اردوغان به د دوه اړخیزې سوداګرۍ او د انرژۍ په سکټور کې د همکارۍ د پراختیا پر لارو چارو خبرې وکړي.

روسیه د سوریې په روانه جګړه کې د ولسمشر بشارالاسد د رژیم یوه مهمه پوځي او سیاسي ملاتړې ده او ترکیه بیا له قدرته د اسد د لیرې کولو لپاره، د یاغي ډلو ملاتړ کوي.

له ایران سره یوځای د دواړو هېوادونو په مرسته، تر اوسه د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د سوریې د سولې په اړه څو ځلې خبرې شوې دي.