د کندهار چارواکي: د معروف ولسوالۍ پر ودانۍ د حملې مخنیوی شوی

د کندهار امنیتي چارواکي وايي، د معروف ولسوالۍ پر ودانۍ يې د حملې مخنیوی کړی دی.

د کندهار د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر د دوشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې څلورو وسله‎والو غوښتل چې لومړی د ولسوالۍ په لومړي قرول کې د هاموې ټانګ په وسیله موټر بم چاودنه وکړي او وروسته نور وسله‎وال ولسوالۍ ته ننوځي.

د سرچینې په وینا حمله کوونکي هدف ته له رسېدو مخکې د پولیسو له‎خوا له‎‎منځه وړل شوي او موټر بم خنثی شوی دی.

وسله‎والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‎دي ویلي.