زلزلې د عراق او ايران سرحد ته نږدې شااوخوا ٣٢٨ کسان مړه کړي

په ایران او عراق کې زلزلې سلګونه کسان وژلي دي

په ايران کې چارواکي وايي، د عراق او ايران سرحد ته نږدې په زوروره زلزله کې لږ تر لږه ٣٢٨ کسان وژلي دي.

دوى وايي، په دې پېښه کې شااوخوا ٢٥٠٠ نور کسان ټپيان شوي دي.

د ايران د کورنيو چارو وزارت تر دې مخکې ويلي وو، زيات کسان په کرمانشاه ولايت کې وژل شوي دي.

ځايي اوسېدونکو ويلي چې د ريښتر په مقياس د ٧،۳ درجې زلزلې ټکانونه‌يې په ټوله سيمه کې له ترکيې نيولې تر کوېټ پورې احساس کړي دي.

د ايران په ګاونډ عراق کې بيا چارواکي وايي، په زلزله کې لږ تر لږه ٧ کسان وژل شوي او تر ٣٢٠ زيات نور ټپيان شوي دي.

د عراق د کورنيو چارو وزارت وياند بريد جنرال سعد معن وويل، دغه تلفات د عراق د شمال په کُردمېشته سيمه کې خلکو ته اوښتي دي.

ایران کې زلزله ځپلي

د امريکا د جيولوژيکي سروې اداره وايي، د زلزلې مرکز د عراق د شمال ختيځ په ٣٢ کېلو مترۍ کې تر ځمکې لاندې ٣٣،۹ کېلو متره ژور و.

د تهران پوهنتون د زلزله پوهنې مرکز ويلي، زلزله تېره شپه پر ځايي وخت ٩ بجې او ٤٨ دقيقې وشوه.

د ايران دولتي اژانس اېرنا د چارواکو په حواله راپور ورکړى چې خبردارى يې ورکړى، د مرګ ژوبلې شمېر ښايي لوړ شي.

دوى ويلي چې د اضطراري پېښو په وړاندې د مبارزې کارکوونکو نن سهار وختي خپل کارونه پيل کړي دي.

په کرمانشاه کې د عراق د سرحد په ١٥ کېلو مترۍ کې سرپل دهاب ښارګوټى ډېر ځپل شوى چې راپورونه وايي، لسګونو کسان په‌کې مړه شوي دي.

ايراني چارواکي وايي، د ايران سرحدي ښارګوټى قصر شيرين هم سخت ويجاړ شوى دى او د ژغورنې کارکوونکي وايي د برېښنا د نشتوالي له کبله د دوى کارونه سخت شوي دي.​

د نړۍ ځينو مشرانو د دې پېښې په اړه عکس العمل څرګند کړي دي.

  • عبدالله عبدالله

د افغانستان د حکومت په استازيتوب اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله په هغه اعلاميه کې چې اجرائيه رياست نن خپره کړې ويلي چې د زلزلې په پېښه کې د خلکو د مړينې او ويجاړيو له کبله خواشينى شوى دى.

اجرائيه رئيس د افغان حکومت او افغانانو په استازيتوب د قربانيانو له کورنيو، د ايران او عراق له حکومتونو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.

  • ايت‌الله علي خامنه‌اي

د ايران لوى مذهبي مشر ايت‌الله علي خامنه‌اي له دولتي ادارو غوښتنه کړې چې له اغېزمنو شويو کسانو سره د مرستې او د هغوى د ژغورنې لپاره ټولې ممکنه هڅې وکړي.

  • حسن روحاني

د ايران دولتي اژانس د ولسمشر حسن روحاني په حواله راپور ورکړى چې د ايران د کورنيو چارو له وزارت څخه‌يې غوښتي څو د قربانيانو د مرستې لپاره ډېرې هڅې وکړي.

  • حيدر العبادي

د عراق د صدراعظم دفتر ويلي چې صدراعظم حيدر العبادي د خپل هېواد د ملکي دفاع ډلې او اړوندو ادارو ته سپارښتنه کړې چې د دې طبيعي افت په وړاندې مناسب اقدام وکړي.

د زلزلې ټکانونه د ايران په پلازمېنه تهران، د عراق په پلازمېنه بغداد، دغه‌راز ترکيه، اسرائيل، کوېټ او نورو شااوخوا سيمو کې احساس شوي دي.

په ايران کې تر دې مخکې هم زورورو زلزلو زيانونه او مرګ ژوبله اړولې دي.

په ٢٠٠٣ میلادي کال د ريښتر په مقياس ۶،۶ درجې زلزلې د ايران تاريخي ښار بم ويجاړ کړى و او ٢٦ زره کسان‌يې مړه کړي وو.