ژوندی: سوریه او یمن کې د افغان جنګیالیو په اړه اقدامات نه‌دي شوي

د افغانستان د مشرانو جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون وايي، افغان حکومت په سوریه او یمن کې د افغان جنګیالیو څخه د استفادې په اړه لازم اقدامات نه‌دي کړي.

د مشرانو جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون مشر عبدالطیف ژوندي ازادي راډيو ته وویل، حکومت له ایران سره د سیاسي او اقتصادي ګټو په خاطر تر ډېره په دې موضوع کې غلی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په دې اړه څېړنه کوي.

د راپورونو له مخې په زرګونه افغانان په تېره بیا په ایران کې افغان کډوال د ایران له‌خوا دغو هېوادونو ته د جګړو لپاره استول شوي دي.