د ایران او عراق سرحد کې یوې سختې زلزلې لږ تر لږه ۲۰۷ کسان وژلي

ایراني چارواکي وایي چې له عراق سره د دې هېواد په سرحد کې یوې سختې زلزلې لږ تر لږه ۲۰۷ تنه وژلي او شاوخوا ۱۷۰۰ نور یې ټپیان کړي دي.

د ایران د کورنیو چارو وزارت مخکې د ۱۶۴ کسانو د وژل کېدو او د په سلګونو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی و.

د کورنیو چارو وزارت په وینا دغې زلزلې په کرمانشاه ولایت کې خلکو ته ډېر تلفات رسولي دي.

د دغې زلزلي ټکانونه په ټوله سیمه له ترکیې نه نیولې تر کویټ پورې احساس شوي دي.

عراقي چاروکو هم د لږ تر لږه اوو تنو د وژل کېدو او له ۳۲۰ زیاتو کسانو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

د دې زلزلې شدت د امریکا د جیولوژیکې سروې د ادارې د اټکل له مخې د ریښتر په مقیاس اووه اعشاریه درې درجو ته رسېده.

دا اداره وايي، د زلزلې مرکز د عراق په شمال ختیځ کې د حلبچه ښار د جنوب لویدیځ په ۳۲ کیلومترۍ کې او د ځمکې په ۳۳،۹ کیلومتره ژور تل کې و.

د ایران د رسمي خبري اژانس- ایرنا د راپور له مخې چارواکو ویلي چې د تلفاتو شمېره ښايي لوړه شي.

  • پخواني معلومات

د ایران د کورنیو چارو وزارت وايي چې له عراق سره د دې هېواد په سرحد کې یوې سختې زلزلې لږ تر لږه ۱۶۴ کسان وژلي او سلګونه نور یې ټپیان کړي دي.

دې وزارت په یوه بیان کې ویلي، دا زلزله پرون ناوخته وشوه او په ترڅ کې یې لږ تر لږه ۸۶۶ نور کسان هم ټپیان شوي.

د ایران په ځینو دولتي رسنیو کې د ټپیانو شمېر زر تنه ښودل شوی.

د دې زلزلې شدت د امریکا د جیولوژیکي سروې د ادارې د اټکل له مخې د ریښتر په مقیاس ۷،۳ درجو ته رسېده او ټکانونه‌یې د ترکیې او کوېټ ترمنځ په بېلابېلو سیمو کې احساس شوي.

دا اداره وايي، د زلزلې مرکز د عراق په شمال ختیځ کې د حلبچه ښار د جنوب لوېدیځ په ۳۲ کېلو مترۍ کې او د ځمکې په ۳۳،۹ کېلو متره ژور تل کې و.

د ایران د رسمي خبري اژانس اېرنا د راپور له مخې چارواکو ویلي چې د تلفاتو شمېره ښايي لوړه شي.

  • پخواني معلومات

د ایران د کورنیو چارو وزارت وايي چې له عراق سره د دې هېواد په سرحد کې یوې سختې زلزلې له ۱۴۰ زیات کسان وژلي او سلګونه نور یې ټپیان کړي دي.

دې وزارت په یوه بیان کې ویلي، دا زلزله پرون ناوخته وشوه او په ترڅ کې یې لږ تر لږه ۸۶۶ نور کسان هم ټپیان شوي.

د ایران په ځینو دولتي رسنیو کې د ټپیانو شمېر زر تنه ښودل شوی.

د دې زلزلې شدت د امریکا د جیولوژیکي سروې د ادارې د اټکل له مخې د ریښتر په مقیاس ۷،۳ درجو ته رسېده او ټکانونه‌یې له ترکیې نیولې تر کوېټ پورې په بېلابېلو سیمو کې هم احساس شوي دي.

دا اداره وايي، د زلزلې مرکز د عراق په شمال ختیځ کې د حلبچه ښار د جنوب لوېدیځ په ۳۲ کېلو مترۍ کې او د ځمکې په ۳۳،۹ کېلو متره ژور تل کې و.

د ایران د رسمي خبري اژانس اېرنا د راپور له مخې چارواکو ویلي چې د تلفاتو شمېره ښايي لوړه شي.

  • پخواني معلومات

د عراق په شمال او د ایران په ځینو برخو کې پرون زلزله وشوه.

د دې زلزلې ځواک د ریښتر په کچه ۷،۳ درجې بلل شوی.

د امریکا د جیولوژیکي سروې ادارې د زلزلې د کچې په اړه معلومات خپاره کړل.

د دې زلزلې مرکز د حلبچه د جنوب لوېدیځ ښار ۳۲ کېلو مترۍ ساحه بلل شوې.

ایراني رسنیو بیا راپور ورکړی چې د ایران په شمال لوېدیځ او مرکزي سیمو کې د دې زلزلې په سبب لږ تر لږه اته کلي وران شوي دي.