چارواکي: پاکستان پر شلتن او شیګل ولسوالیو د هاوان مرمۍ توغولي

د کونړ امنیتي چارواکي تائیدوي چې پرون ماښام پر شلتن او شیګل ولسوالیو د هاوان مرمۍ توغول شوي دي.

د کونړ امنیه قوماندان جمعه‌ګل همت د شپې ناوخته ازادي راډیو ته وویل چې د ماښام له پنځه نیمو بجو د شلتن پر ځینو سرحدي سیمو د هاوان مرمۍ لګېدلې دي.

هغه دا هم وویل چې تر شلتن مخکې په شیګل ولسوالۍ کې هم د پاکستاني پوځیانو مرمۍ لګېدلي دي.

جمعه‌ګل همت وویل، د پرونیو بریدونو د تلفاتو او زیانونو په اړه جزئیات نه‌شته، خو وړمه ورځ پر دانګام ولسوالۍ ۵۰ مرمۍ لګېدلې وې او یو کس‌یې ټپي کړی و.

د افغانستان په ختیځ کې د کونړ او ننګرهار چارواکو تائید کړې چې د پاکستان له‎خوا پر سرحدي سیمو له کلونو راهیسې د هاوان مرمۍ توغول کېږي.