د افغانستان لوی درستیز: جګړه له۱۲۲ ولسوالیو نه ۸۸ ته راکمه شوې ده

د افغانستان دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونه په ۸۸ ولسوالیو کې له وسله والو مخالفینو سره په جګړه بوخت دي.

د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د وسله والو مخالفینو تحرکات او فعالیتونه د دې لامل شول چې د مشرانو جرګې غړي د هېواد د لوی درستیز او د کورنيو چارو وزارت امنیتي مرستیال استجواب کړي.

د افغانستان لوی درستیز شریف یفتلي د یکشنبې په ورځ «۱۳۹۶کال لړم۲۱»د مشرانو جرګې په استجوابیه غونډه کې وویل دری میاشتې وړاندې د هېواد په ۱۲۲ ولسوالیو کې جګړې وې، خو د افغان ځواکونو د هڅو په ترڅ کې دا جګړه اوس ۸۸ ولسوالیو ته راکمه شوې ده.

"زموږ لومړی تمرکز د تروریستي شبکو او د حکومت د مخالفینو د رهبرۍ له منځه وړل دي."

ښاغلی یفتلي وايي، د وسله والو مخالفینو د تحرکاتو د مهارولو لپاره دوی د مني د پیل راهیسې ۳ نوي پروګرامونه هم پیل کړي دي.

نوموړي زیاته کړه:

"زموږ لومړی تمرکز د تروریستي شبکو او د حکومت د مخالفینو د رهبرۍ له منځه وړل دي، د کشفي او استخباراتي بنسټونو د اطلاعاتو پر بنسټ قاطع او تصفیوي عملیات او د هغو ولسوالیو ازادول چې تېر کال د حکومت له حاکمیته وتلي وې بل پروګرام دی تر څنګ یې ۱۳۹۷ لمریز کال ته چمتووالی."

د افغانستان لوی درستیز د مشرانو جرګې غونډې ته وویل، د ملي اردو تلفات د تېرو اوو میاشتو په پرتله کم شوي او د افغانستان دفاع وزارت د راتلونکي ژمي لپاره هم د منظمو پلانونو د پلي کېدو هوډ لري.

خو د مشرانو جرګې غړي په هېواد کې د وسله والو مخالفینو پراخ فعالیتونه د اندېښنې وړ ګڼي او له امنیتي او دفاعي مسؤلینو غواړي چې د مهارولو لپاره یې لا زیات اقدامات وکړي.

د دغې جرګې د کورني امنیت د کمېسیون رئیس محمد هاشم الکوزي وویل:

محمد هاشم الکوزی

"د افغانستان د اوسني وضعیت، یعنې په ۲۲ ولایتونو کې جنګ روان دی، په اوو ولایتونو کې سختې جګړې دي، په هغو سیمو کې چې د وسله والو مخالفینو په لاس کې دي زموږ خلک په ډېر بد وضعیت کې دي، خو تاسې د دې ستونزې د بنسټزیز حل لپاره څه پروګرامونه نه لري."

ناامنۍ، د داعش ډلې او وسله والو طالبانو پراخ فعالیتونه، د تښتونو او قاچاق ګڼې پېښې د افغانستان د مشرانو جرګې د غړو لویې اندېښنې دي.

د ولسي جرګې غړو د هېواد په مختلفو ځایونو کې وروستۍ حملې قتل عام وبللې

ننګرهار کې د داعش فعالیت پراخېدو د یاد ولایت خلک اندېښمن کړي

دا اندېښنې داسې مهال څرګندېږي چې د هلمند، کندز، بغلان، ننګرهار، سرپل، بادغیس، بدخشان او غزني په څیر په ځينې نورو ولایتونو کې د وسله والو مخالفینو او افغان ځواکونو تر منځ د جګړو د پراخېدو خبرې کېږي.

په ورته وخت کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال مراد علي مراد وايي، افغان ځواکونو د وسله والو مخالفینو د حملو د شنډولو لپاره له تېرو اوو میاشتو راهیسې ډېر څه کړي او ښې لاسته راوړنې هم لري.

"دښمن په وروستیو اوو میاشتو کې خپلې وروستۍ هڅې وکړې."

مراد علي مراد

ده د مشرانو جرګې د یکشنبې ورځې غونډې ته وویل:

"دښمن په وروستیو اوو میاشتو کې خپلې وروستۍ هڅې وکړې، سمه ده چې له بې ګناه خلکو او امنیتي ځواکونو یې قربانۍ واخیستې، خو د تېر کال په پرتله چې د سږ کال موږ کومه ارزیابي لرو دوی کومه لاسته راوړنه نه لري چې کومه جغرافیه خپلو بهرنیو بادارانو ته د لاستې راوړنې په توګه ور وښيي."

ښاغلی مراد وايي، له دې سره چې ملي پولیس اوس هم ستونزې لري، خو دوی د کشفي او امنیتي بنسټونو سره پر همغږۍ د وسله والو مخالفینو د ځپلو ګډې هڅې کوي.

خو د مشرانو جرګې غړي د امنیتي او دفاعي چارواکو تېرو ژمنو ته په اشارو سره وايي چې د هېواد په امنیتي وضعیت کې هېڅ ښه والی نه دی راغلی او باید د ښه کېدو لپاره یې له ټولو ممکنه امکاناتو استفاده وشي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ