نی: د یونسکو پرېکړه د بیان د ازادي پر لوري یو مثبت ګام دی

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ټولنه یا «نی» د یونسکو وروستۍ پرېکړه د بیان د ازادي د لا پیاوړي کېدو پر لوري یو مثبت ګام بولي.

د افغانستان د خبریالانو ملي اتحادیې پرون اعلان وکړ چې په نړۍ کې د بیان د ازادیو په اړه د یونسکو په نوي جدول کې افغانستان له سرې سیمې وتلی او په شنه سیمه کې شامل شوی دی.

د نی اجرائیوي رئیس مجیب خلوتګر نن یکشنبې ازادي راډیو ته وویل چې که څه هم د خبریالانو په وړاندې تشدد زیات شوی، خو د خبریالانو هوډ، مېړانه او مسلکي کېدل او هم د حکومت د رسنیو د ادارو او د خبریالانو د ټولنو ترمنځ د همکارۍ زیاتوالی د دې سبب شوی چې یونسکو دغه پرېکړه وکړي.

د افغانستان د خبریالانو د ملي اتحاديې د خبرپاڼې له مخې یونسکو دغه پرېکړه په دې وروستیو کې په پاریس کې د خپلو غړیو د مشرانو په غونډه کې کړې ده.

افغانستان په ۱۹۴۸ کال کې د ملګرو ملتونو د دغې فرهنګي، علمي او تعلیمي موسسې غړی شوی دی.