ټرمپ: له روسیې سره مثبتې اړیکې لرل یو ښه کار دی

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د ټوېټر له لارې په څو پیغامونو کې ویلي چې له روسیې سره د مثبتو اړیکو لرل یو ښه کار دی او مسکو د اوکراین، شمالي کوریا، سوریې او د ترهګرۍ اړوند ستونزو په هواري کې زیاته مرسته کولای شي.

ټرمپ چې اسیا ته د ۱۳ ورځني سفر په ترڅ کې د یکشنبې په ورځ د ویتنام په پلازمېنه هانوی کې و، پر ټولو هغو کرکو او ناپوهانو چې له روسیې او په ځانګړې توګه له ولسمشر ولاديمیر پوتین سره د ښو اړیکو لپاره د ده پر هلوځلو انتقاد کوي، لفظي حمله وکړه.

هغه وویل، کله چې په دې برخه کې ټولې کرکې او ناپوهۍ لېرې شي، دا مسئله به درک شي چې له روسیې سره د ښو اړیکو لرل ښه کار دی، نه بد کار.

ټرمپ زیاته کړه، دی غواړي چې د شمالي کوریا، سوریې، اوکراین او د ترهګرۍ ستونزې حل کړي او روسیه کولای شي، ډېره مرسته وکړي.

د ټوېترپه یوه بل پیغام کې ټرمپ لیکلي، جعلي خبري رسنۍ دا په یاد لري چې هیلري کلینټن د بهرنیو چارو د وزیرې په توګه له روسیې څخه غوښتنه کړې وه چې زموږ دوسته دې وي، ولسمشر بارک اوباما هم دا هڅه کړې وه، خو له پوتین سره یې د اړیکو جذابیت صفر و.

ولسمشر ټرمپ د توېټرپه یوه بل پیغام کې ویلي چې چین موافقه کړې چې د اټمي وسلو د پروګرام په خاطر پر شمالي کوریا به بندیزونه لا سختوي.