د سوریې په اړه د امریکا او روسیې د ولسمشرانو توافق

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر نن شنبه وروسته له هغې چې د اسیا پسفیک د مشرانو د غونډې ترڅنګ د روسیې له ولسمشر پوتین سره وکتل، ویې ویل چې د سوریې په اړه د روسیې له ولسمشر ولاديمیر پوتین سره شوې موافقه به یې د ډېرو خلکو ژوند وژغوري.

په عین حال کې روسي چارواکو دا توافق فوق العاده مهم بللی دی.

ټرمپ د خپلې سپرلۍ الوتکه کې د ویتنام له ډاننګ ښار څخه د دې هېواد پلازمینې هانوی ته په لاره خبریالانو ته وویل چې موږ ډېر زر یوه توافق ته ورسېدو.

نوموړي زیاته کړې چې د سوریې په اړه دا توافق به د یو زیات شمېر خلکو ژوند وژغوري.

تر دې مخکې روسي رسنیو د روسیې او امریکا د ولسمشرانو ترمنځ د سوریې په اړه پر یوې شریکې اعلامیې، د سلا کېدو راپور ورکړی و.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم د جنوب ختیځې اسیا د مشرانو د غونډې په پای کې خبریالانو سره په خبرو کې له ولسمشر ټرمپ سره شوی توافق فوق العاده مهم وباله.

خو ولسمشر پوتین وویل، دې توافق ته چې همدا نن یې سند د ده او ولسمشر ټرمپ له خوا لاسلیک شو، رسېدل اسانه نه وو.

ښاغلي پوتین زیاته کړه:

"دا اسانه نه وه چې د سوریې په اړه یو ګډ توافق ته ورسېږو، زموږ متخصصانو پر دې توافق د جنوب ختیځې اسیا د اقتصادي همکاریو د سرمشریزې په درشل کې، کار پیل کړی و او د دې سند نهايي کېدل، پرون پیل شول."

د روسیې خبري رسنیو راپور ورکړی چې په دې شریکه اعلامیه کې دواړه مشران په سوریه کې د داعش د وسله والې ډلې د ماتولو لپاره د ګډو هڅو په دوام او د ارتباطاتو د داسې چینلونو په رامنځ ته کولو چې په منځني ختیځ کې د خطرناکو پېښو مخه ونیسي، سلا شوي دي.

د روسیې د خبري اژانسونو د راپورونو په حواله، په دې مشترکه اعلامیه دواړو خواوو د سوریې، ځمکنۍ بشپړتیا، ملي حاکمیت او خپلواکۍ ته خپل تعهد تائید کړی او دغلته یې د روانې شخړې د ختمولو لپاره، د ملګرو د جینوا د پروسې له لارې، د سیاسي حل غوښتنه کړې ده.