د کانونو وزارت: د میس عینک د کارونو د ځنډ لامل د لرغونو اثارو موجودیت دی

د افغانستان د کانونو او پطرولیم وزارت چارواکي د لوګر په میس عینک کان کې د عملي کارونو په پیلېدو کې د رامنځته شوي ځنډ لامل، په دغه کان کې د لرغونو اثارو موجودیت یادوي.

د افغانستان د ولسي جرګې غړي له دې امله اندېښمن دي چې له چینايي کمپنۍ سره د مس عینک کان د تړون د ۹ کلونو په تېرېدو سره لاهم د دغه کان عملي کارونه نه دي پیل شوي.

ولسي جرګې د شنبې په ورځ د مس عینک کان په عملي کارونو کې د رامنځته شوي ځنډ په تړاو د کانونو او پطرولیم او کورنیو چارو وزرات مرستیالان او د اطلاعتو فرهنګ وزرات سرپرست استجواب کړي وو.

د کانونو او پطرولیم وزارت د پالیسۍ مرستیال احمد جاوید سادات په دغه استجوابیه غونډه کې د مس عینک کان په استخراج کې رامنځته شوی ځنډ د لرغونو اثار موجودیت ګڼي او وایي:

"د عملي کار د نه پیلېدو لامل پر معدني موادو د لرغونو اثارو موجودیت دی او دا د دې لامل شوی چې موږ نه یوو توانېدلي چې استخراج پیل کړو، که چېري دغه لرغوني اثار د اوږدمهالي لپاره دغلته وي، موږ به ونشو کړای چې د پروژې عملي کار پیل کړو."

ښاغلی سادات وايي، بله ستونزه دا ده چې د تړون کوونکې کمپنۍ له خوا د تړون په متن په هرو پنځو کلونو کې، بیا کتنه کېږي او اوس دغه کمپنۍ د مذاکرې د بنسټونو د جوړولو په ګډون، ۵۷ وړاندیزونه مطرح شوي دي.

د کانونو وزارت وايي، دغه کمپنۍ ادعا لري چې د بنسټونو یا زیر بناوو جوړول د دوی لپاره اقتصادي نه تمامېږي او د متن د بدلون غوښتونکي دي.

د مس عینک د کان تړون د ۲۰۰۸ میلادي کال د اپریل په اتمه د چین د «ام. سي. سي» کمپنۍ او افغان حکومت ترمنځ لاسلیک شو.

د اوسپنې د ویلې کېدو د فابریکې جوړول، د ۴ سوه میګاواټه برېښنا دستګاه جوړول، له تورخم تر حیرتان بندره د ریل پټلۍ تمدید او یو شمېر نور مسایل د دغې کمپنۍ له نورو ژمنو څخه وو.

د ولسي جرګې په استجوابیه غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست عبدالرسول باوري د لرغونو اثارو په اړه خبرې وکړې.

نوموړي وویل چې تراوسه له دغه کان نه ۱۳۰۰ قلمه لرغوني اثار موزیم ته انتقال شوي ، یو شمېر اثار د بیا رغولو لپاره هنګري ته لېږل شوي او یو شمېر نور اثار چې د لرغون پېژندنې مرحله یې بشپړه شوې ده، هلته ساتل کېږي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست عبدالرسول باوري

ښاغلي باوري زیاته کړه:

"کارونه په بیړه او له اصولو سره سم روان دي او موږ ورته یو ۳ کلن پلان جوړ کړی چې د پلان په یوه برخه یونسکو، د کانونو او پطرولیم وزارت او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت یو ځای پرې کار کوي."

نوموړي وویل، د مس عینک په کان کې له ۴ سوو ډېر کسان له ۴۰ لرغون پېژندونکو سره په دقت کار کوي.

د کورنیو چارو وزارت معین مراد علي مراد د کانونو او په ځانګړي ډول د مس عینک کان د امنیت د ټینګښت خبره وکړه او ویې ویل چې یو شمېر کسان د کانونو په چارو کې مداخله کوي چې دا کار ستونزې جوړوي.

خو نوموړي په دې اړه ډېر توضیحات ورنه کړل.

راپور: ناجیه ساپۍ