په ارزګان کې له ۱۴۶ بې ځايه شویو کورنیو سره مرسته وشوه

په ارزګان کې له ۱۴۶ بې ځايه شویو کورنیو سره د نغدو پیسو او د خوراکي اوغیر خوارکي توکو مرسته وشوه.

په ارزګان کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو د ادارې مسؤلین وايي، دغه مرسته د «UNHCR ـunicef ـWFP» له خوا شوې ده.

د یادې ادارې مسؤل عبد القهار دوست د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دغه مرسته کولای شي چې د یوې کورنۍ لومړنۍ اړتياوې پوره کړي، خو وايي چې دغه کورنۍ نورو مرستو ته هم اړتیا لري او باید ورسره مرستې وشي.

نوموړی وايي، دغه مرسته يې له هغه کورنیو سره کړې چې په دې وروستیو کې د جګړو له کبله له خپلو سیمو بې ځايه شوي او زیانمنې شوې دي.

ښاغلی دوست وايي، پلان لري چې په راتلونکو ورځو کې له ۱۲سوه نورو بې ځایه شویو کورنيو سره هم نغدي مرسته وشي.

دی وايي په تېر یوه کال کې تر دامهاله ۱۲ زره بې ځايه شویو کورنیو سره مرسته شوې، خو په خبره یې چې دغلته لاهم زرګونه کورنۍ مرستوته اړتیا لري.

د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې هم په دغه ولایت کې خلکو، د وسله والو طالبانو د ځپلو په هدف د عملیاتو او مرستو غوښتنه کړې وه، خو لا اوس هم د ولایتي شورا د مسؤلینو په خبره، د دغه ولایت ۹۰ سلنه خاروه د وسله والو طالبانو تر ولکې لاندې ده.