په کندز کې د ناامنیو او د سړي تښتونو له امله د ځایي خلکو اندېښنې

د کندز یو شمېر اوسېدونکي او د ولایتي شورا غړي وايي چې په دې وروستيو کې په دې ولایت کې ناامنیو او د سړي تښتوونکو پېښو یو ځل بیا زور اخېستی چې دغې مسئلې خلک سخت اندېښمن کړي او زیاتوي چې د نوموړي ولایت سیمه ییز چارواکي د امنیت په راوستو کې، پاتې راغلي دي.

د دوی د خبرو پر بنسټ چې اوس مهال خلک له کندز ښار څخه ولسوالیو ته په ډاډه زړه تګ را تګ نشي کولاي، ځکه د لارو پر اږدو کې د وسله والو مخالفينو او غیر مسؤل وسله والو شتون ډېر شوی دی.

د کندز دوو تنو اوسېدونکو حاجي حشمت الله او بشیرخان په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"امنیتي وضعیت ډېر خراب دی او حتی په دننه ښار کې څوک د خوندېتوب احساس نه کوي، په ځانګړې توګه په داخل د ښار کې د غلو کچه ډېره شوې، همدارنګه د ترورېستانو کچه زیاته شوې چې ټولو خلکو ته یې ستونزې جوړې کړي او خلک خپل راتلونکي ته په اندېښنه کې دي."

"دا څه ډول حکومت دی، چېرته چې بې کفایته والي او بې کفایته قوماندان وي، هغه کندز ته رالېږي، موږ له حکومته غواړو چې موږ ته دې باکفایته چارواکي راولېږي، دا څه حال ده، هره ورځ جګړه ده، هره ورځ انسان وژنه ده، همدارنګه د غیرمسؤلو وسله والو کچه هم لوړه شوې او حکومت ورته هېچ توجه نه کوي، حکومت باید د خلکو ستونزو ته د حل لار پیدا کړي."

د دې ولایت اوسېدونکي له مرکزي حکومته غواړي چې د نوموړي ولایت په سیمه ییزو ادارو کې بدلون رامنځته کړي او پر ځای دې یې مسلکی او وړ خلک پر دندو وګماري.

په ورته وخت کې د کندز د ولایتي شورا رئیس امرالدین ولي د دغو خلکو د خبرو په تائیدولو سره ازادي راډیو ته وویل:

"د چارواکو د بې کفایتۍ له کبله موږ هر ورځ خپل سرتېري له لاسه ورکوو، موږ حتی په خپلو کورونو کې د امنیت احساس نه کوو او د خلکو بچیان هم ښوونځي ته نشي تللي."

بل خوا د کندز امنیه قوماندان جنرال عبدالحمید حمیدي بیا د دغو تورونو په ردولو سره وايي چې د تېرو څو میاشتو په توپېر، په دې وروستیو کې د دې ولایت په امنیتي وضعیت کې مثبت بدلون راغلی دی.

د کندز امنیه قوماندان جنرال عبدالحمید حمیدي

ښاغلی حمیدي زیاتوي:

"د کندز روان امنیتي وضعیت ټولو خلکو ته معلوم دی او په دې ټول خلک پوهېږې چې په امنیتي وضعیت کې څومره بدلون راغلی او امنیت د هرې ورځې په تېرېدو سره د ښه کېدو په حال کې دی."

د کندز د خلکو دغه اندېښنې په داسې حال کې را برسېره کېږي چې په دې وروستیو کې د دې ولایت په مرکز کې وسله والو غلاو، د سړي تښتوونکو پېښو، هدفې وژنو او ناامنیو یو ځل بیا زور اخېستی چې له کبله یې د دې ولایت ټول اوسېدونکي د خپل راتلونکي په اړه اندېښمن کړي دي.

راپور: اجمل ارین