چارواکي: په فاریاب ولایت کې ۱۰ وسله وال طالبان وژل شوي

د افغانستان په شمال کې ۲۰۹شاهین قل اردو وايي، په فاریاب او سرپل ولایتونو کې د دوی په هوايي بریدونو کې یو شمېر وسله وال وژل شوي دي.

د ۲۰۹ شاهین قل اردو مرستیال ویاند نصرت الله جمشیدي تېره شپه ازادي راډیو ته وویل دا هوايي عملیات د سرپل په صیاد او د فاریاب په پشتون کوټ ولسوالیو کې شوي دي:

"د فاریاب ولایت د پشتون کوټ ولسوالۍ په سرحوض سیمه کې د دښمن لس کسان وژل شوي او همدومره ټپیان دي او د سرپل ولایت د صیاد ولسوالۍ په میرزا اولنګ کې د افغانستان د خلکو دوه دښمنان وژل شوي او څلور نور ژوبل دي."

ښاغلي جشمیدي وویل دا هوايي بریدونه وروسته تر هغې وشول چې طالبانو په پشتون کوټ ولسوالۍ کې پر سرحوض سیمه حمله وکړه .

طالبانو تر دې دمه د افغان چارواکو د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.