داعش د البوکمال ښارګوټي تقریباً نیمايي برخه بېرته نېولې ده

د عراق او سوريې اسلامي دولت په نوم وسله والې ډلې یا داعش د البوکمال ښارګوټي تقریباً نیمايي برخه نن بېرته د سوريې له امنیتي ځواکونو نېولې ده.

دا ښار په سوریه کې د داعش له مهمو پناه ځایونو بلل کېدو. د سوريې پوځ پرون اعلان وکړ چې ښار يې په بشپړ ډول نیولی دی.

خو په سوریه کې د بشري حقونو د څارنې ادارې چې مرکز یې په لندن کې دی، نن وویل چې داعشیانو د عراق پولي ته نېږدې، د البوکمال ښار تقریباً ۴۰ فیصده خاوره بېرته نیولې ده.