پوتین او اردغان به د را روانې دوشنبې په ورځ سره وګوري

د روسیې او ترکیې ولسمشران ولادمیر پوتین او رجب طیب اردغان به د را روانې دوشنبې په ورځ سره وګوري.

دواړه ولسمشران د روسیې په تفریحي ښار سوچي کې سره ګوري.

د روسيې د ولسمشر مطبوعاتي دفتر وايي، ولسمشران پوتین او اردوغان به پر سیمi ييزو او نړیوالو مسايلو چې له ترورېزم سره مبارزه او په سوریه کې د کړکېچ د پای ته رسولو هڅې په کې شاملېږي، خبرې وکړي.

هغوی به همدا راز د انرژۍ په برخه کې د دوه اړخېزو همکاریو پر پراختیا خبرې وکړي.