د تیاره تونل په وروستۍ برخه کې د افغانانو لپاره څراغ شته؟

  • پوښتنه

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی ښاغلی "Cornelius Zimmermann" کارنیلیوس سیمرمن ډېره مننه کوم چې موږ ته مو وخت راکړ.اجازه راکړئ د افغانستان د انتخاباتو په اړه خبرې وکړو. لکه چې تاسو خبریاست په افغانستان کې پارلماني او د ولسوالیو شوراګانو انتخاباتو له یوې مودې راهیسي ځنډیدلي دي، زما پوښتنه دا ده چې دغه انتخاباتو ستاسو یا ناټو لپاره څومره مهم دي؟

کورنیلیس سیمرمن

  • ځواب

ناټو یوه داسې ټولنه ده چې پر ارزښتونو ولاړه ده. د ډیموکراسۍ ستون انتخابات دي، نو انتخابات مهم دي هم د افغانستان د وګړو لپاره او هم د افغانانو د پرمختګ او ودي لپاره.

زه په‎خپله شاهد یم ما د افغانستان د تېرو ولسمشریو انتخاباتو پر مهال په مزار شریف کې د یوه انتخاباتي افسر په توګه دنده لرله.

ماته هغه مهال د شته روحیې څخه دا معلومه شوه چې خلکو په ټاکنو باور درلود.

دوی تر فشار لاندې نه او په‎خپله اراده یې په انتخاباتو کې برخه اخیسته چې زه فکر کوم دا په‎خپله د حکومت او خلکو ترمنځ واټن کموي.

نو زه غواړم دغه یو ځل بیا داسې د زړه له کومه تجربه وکړي، افغانان باید د انتخاب حق ولري.

تاسو سم وایاست هغه څه چې د اندیښنې وړ دي دا دی چې د امادګیو لپاره تر هغه ډېر وخت تېر شو چې تمه یې کیدله. نو نړیواله ټولنه اماده ده چې په دې برخه کې مرسته وکړي، خو اساساً دا په‎خپله افغانان دي چې باید دا بهیر چټک کړي. هغه څه چې موږ د شفافو او عادلانه انتخاباتو لپاره اړتیا ورته لرو دا دي چې ټوله یعنې ټولې ښکیلې خواوې لکه د انتخاباتو خپلواک کمېسیون، حکومت، سیاسي ګوندونه، مدني ټولنې او داسې نور په ګډه یو داسې مېکانېزم رامنځته کړي چې د وخت د غوښتنې سره سم شفاف او ازاد انتخابات ترسره شي.

  • پوښتنه

تاسو د ۲۰۱۴ کال ولسمشرۍ انتخابات څارلي دي چې هغه وروسته د فساد له ډېرو ادعاوو سره مخامخ شول، ایا داسې تضمین شته چې راتلونکي انتخابات به یعنې د ۲۰۱۹ کال ولسمشرۍ انتخابات به په شفاف او عادلانه توګه ترسره شي؟

  • ځواب

دا نه‎شي تضمین کیدلی، خو دا د افغان حکومت او د افغانستان د خلکو په لاس کې ده چې په ګډه هڅې وکړي او لکه څنګه چې ما مخکې وویل، ټول اړوند لوري سره کینې او شرایط رامنځته کړي.

نو مو لا هم هیله لرو چې دا ځل که کاملاً سم نه وي لږ تر لږه تر پخوا ښه انتخابات ترسره شي.

  • پوښتنه

راځئ د ادارې فساد په اړه خبرې وکړو په ځانګړي ډول د امنیتي ځواکونو په چوکاټ کې. تاسو له افغان مشرانو څه غواړئ چې په دې برخه کې څه وکړي؟

  • ځواب

فکر کوم له اداري فساد سره مبارزه د افغانستان د حکومت د اجنډا په سر کې اوسي او باور لرم چې ښاغلي ولسمشرله فساد سره مبارزه جدي ګڼلې ده.

فساد اغېز کړی دی او وسله‎والو ځواکونو ته یې زیان رسولی دی. ویلی شم چې یوه ناورین ته نېژدې شوی دی.

تصور وکړئ د مثال په ډول په خوراکي او سون موادو کې فساد پرته له شکه د جنګي ځواک پر روحیې اغیز کوي. نو دا ښکاره ده چې په دې برخه کې هرډول اقدام ډېر مهم دی.

البته چې فساد یوازې په امنیتي ځواکونو پورې محدود نه‎دی.

دا هغه پدیده ده چې په ټول هېواد کې یې لیدلی شئ او زه په دې باور یم چې اوسنی حکومت په‎دې برخه کې اقدامات کوي، د مثال په ډول دوی په دې وروستیو کې د ادارې فساد په وړاندې د مبارزې عدلي او قضایې مرکز، پولیس، څارنوالۍ او قاضیان په ګډه کار کوي او د ځینو لوړ پوړو کسانو په شمول یې څو قضیې ثبت کړي دي او دا هغه څه دي چې اړتیا یې شته.

ما له لویې څارنوالۍ سره اړیکه ونیوله، هغو قانع کوونکي دلایل وړاندې کړل او ډاډ یې راکړ چې تر دې وروسته به د معافیت فرهنګ په دې هېواد کې نه وي.

دا ډول ډېرې هڅې مې ولیدلې او باید دا هڅې دوام وکړي ځکه اداري فساد په افغانستان یوه مرګونې ناروغي ده. که په پرله‎پسې ډول په نښه نه‎شي، فکر نه‎کوم چې فساد له منځه ولاړ شي.

  • پوښتنه

امریکایي جنرالانو وړاندې په افغانستان کې د سیمه‎ییزو لوبغاړو لکه د روسیې د نفوذ او له طالبانو د هغوی د ملاتړ په اړه اندیښنه ښودلې وه. روسیه په افغانستان کې څه غواړي؟

  • ځواب

روسیه لېواله ده چې په افغانستان کې د روانو ستونزو د خورېدو مخه ونیسي چې هغه ترورېزم، د نشه‎یي موادو قاچاق او نور غیرقانوني فعالیتونه دي.

زه غواړم په یوه پراخ لیدلوري کې ورته وګورم. د افغانستان د ستونزو هواری به د افغانستان د ګاونډیانو له رغوونکي او مثبتې ونډې پرته ممکن نه‎وي. تر څو چې تروریستانو ته مرسته ورکول کېږي نو څنګه به په‎دغه هېواد کې شخړې هواري شي؟

هغه څه چې زه یې حل لاره ګڼم هغه پروسه ده چې د افغانستان ټول ګاونډیان په‎کې ښکیل اوسي او په هغه پروسه کې چې د افغان حکومت له‎خوا او د افغانانو په مشرۍ وي یو داسې پیغام ورسول شي چې د افغانستان ثبات او د سیمې ثبات د ټولو په ګټه دی.

موږ اوس مهال په داسې شرایطو کې یو چې هرڅه له لاسه ورکوو، راځئ ګټونکي شرایطو ته ورشو.

  • پوښتنه

تاسو په افغانستان کې ژوند او کار کړی دی. د سولې لیدلوری څنګه وینئ او یا ایا د تیاره تونل په وروستۍ برخه کې د افغانانو لپاره څراغ شته؟

  • ځواب

صادقانه باید ووایم چې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا په نوي ستراتیژۍ کې یو فرصت وینم چې په بشپړ ډول د ناټو له تګ‎لارۍ سره مطابقت لري.

موږ ډېرې پوځي هلې ځلي وینو او غوښتنه مو همدا ده چې طالبان د سولې میز ته راولو، خو پوځي هلي ځلي باید له سیاسي هڅو سره ترسره شي.

دا باید د افغانانو له‎خوا او د افغانانو په مشرۍ د سولې پروسه وي او په‎دې برخه کې پرمختګ ولرو.

په لومړي سر کې باید د افغانستان خلک وهڅوو چې د سولې د شرایطو لپاره خبرې پیل کړي چې ایا هغوی غچ اخیستل غواړي او که تفاهم ته رسېدل.

نو ځکه پر هغه څه باید خبرې وشي چې د پخلاینې لپاره لار هواروي.

فکر کوم افغان حکومت باید د وسله‎والو ډلو تر منځ هغو کړیو ته لاس ور اوږد کړي چې سوله او پخلاینه غواړي.

د سولې ور باید پرانیستی وي. که په خلاصه ډول ووایم همداسې چې د افغان امنیتي ځواکونو پر مټ جګړه ډېروو، د سولې هلې ځلې هم باید ډېرې کړو.