سپینه ماڼۍ: ټرمپ به پوتین سره د ویتنام غونډه کې ونه ګوري

سپینه ماڼۍ وايي، د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د روسیې له ولسمشر ویلادیمیر پوتین سره، د جنوب ختیځې اسیا د مشرانو د هغې غونډې تر څنګ ونه ګوري چې نن په ویتنام کې جوړېږي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې سارا سنډرز نن سهار، تر هغې څو دقیقې مخکې چې د ولسمشر ټرمپ الوتکه د ویتنام په ډاننګ ښار کې ښکته شي خبریالانو ته وویل:

"له پوتین سره د لیدنې په اړه به ووایم چې داسې لیدنه نه وه تائید شوې او د دواړو خواو د مهالویش ترمنځ د شته توپیر له کبله به داسې یوه لیدنه ونه شي."

سنډرز وویل، دا ممکنه ده او کیدای شي چې دواړه مشران "ټرمپ او پوتین" به په ډاننګ او یا وروسته په فیلیپین کې د یو بل سیمه ییز کنفرانس په ترڅ کې غیرې رسمې لیده کاته وکړي.

خو د دوی د رسمي لیدنې په اړه په مهال ویش کې څه نه شته.

د کرملین سرچینو د دې اوونۍ په پیل کې ویلي وو چې د امریکا او روسیې د ولسمشرانو ترمنځ به په ویتنام کې د سیمه ییزو مشرانو د غونډې تر څنګ لیدنه ترسره شي.

ان د سپینې ماڼۍ له اعلان وروسته هم کرملین ویلي و چې لا هم ممکنه ده چې دواړه مشران وګوري، خو بیا وروسته پرون د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټیلرسن هم وویل چې د دې لیدنې په اړه پریکړه نه ده شوې.