ارزګان کې قومې مشران: دولت دې د طالبانو د ځپلو په هدف عملیات وکړي

د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ او ولسوالېو ځايي قومي مخور د جمعې په ورځ په یوې جوړې شوې غونډه کې وویل، دولت دې يې له سیمو وسله وال طالبان وشړي او امنیتي ساحه دې پراخه کړي.

دوی وايي، د روانې جګړې ډېری زیان ملکيانو ته رسېږي او ترې ستړې شوي دي.

یادو قومي مشرانو دغه راز له دولت سره هم ژمنه وکړه چې ملا به يې وتړي.

قومي مشرانو عبدالباري باور او محمد قسیم محمدي وویل:

"زموږ غوښتنه له دولته دا ده چې نور باید بې ځایه وخت تېر نه‎کړي او خپل عملیات په منظم توګه مخته یوسي، ځکه تاسو ته معلوم ده چې د ارزګان ولایت امنیتي وضعیت ډېر خراب دی او افغان امنیتي ځواکونو پرمختګ نه دی کړی.

ـ موږ نور له جګړو ستړي یو او دولت باید خپل عملیات په چټکۍ سره پرمخ یوسي او موږ يې خپله هم ترشا ولاړ یو او بل دا چې په ارزګان ولایت کې د روانې جګړې ډېری زیان ملکي خلکو ته رسېږي."

بل خوا د ارزګان ولایتي اداره بیا ژمنه کوي چې ډېر ژر به د وسله‎والو طالبانو د ځپلو په موخه عملیات ترسره کړي.

د ارزګان والي محمد نذیر خروټي ازادي راډيو ته وویل:

"زه د قومې مشرانو دغه خبرې تائیدوم، خو موږ هم په کرار نه یو ناست او زموږ عملیات اوس هم د هغوی په وړاندې روان دي، خو موږ د وسله والو طالبانو د ځپلو په موخه نوي پلانونه لرو چې ډېر ژر به يې پلي کړو. "

د یادونې وړ ده چې له څه کم یو نیم کال راهیسې د دغه ولایت د ټولو ولسوالېو سره مواصلاتي لارې او سلګونه ښوونځي تړلي دي او د دغه ولایت مرکز ترینکوټ ښار په دوه کیلومتري کې وسله والو طالبان شتون لري او دغه راز له تېرو څه کم دوه میاشتو راهیسې شاوخوا۵۰ روغتیايي مرکزونه د ناروغانو پرمخ تړلي دي.